صدارتي ټاكنو له قامي اسمبلۍ او څلورو واړو صوبو كښې پولنګ نن كېږي

image

اسلام آباد 03 ستمبر (اے پی پی) الېکشن کمېشن وئيلي دي صدارتي ټاكنو له قامي اسمبلۍ او څلورو واړو صوبو كښې پولنګ نن د نهې په ورځ كېږي۔ پولنګ به سحر 10 څخه تر ماځيګر 4 بجو دوام لري۔ په دې مهال به مقابله د درېو كانديدانو ترمينځھ وي۔ د ووټونو شمېرې نه وروستو به په فارم 5 نتيجه جوړولې شي۔ د ګل په ورځ الېكشن كمېشن نه بهر ميډيا سره خبرو كښې د ميډيا اے ډي جنرل نديم قاسم ووئيل د كانديدانو لخوا د نامزدګۍ كاغذونو جمع كولو آخري نېټه 27 اګست ټاكلې شوې وه۔ تر دغه نېټې 12 كانديدانو خپل كاغذونه جمع كړي په كومو كښې چې د 8 كانديدانو كاغذونه رد كړې شوي۔ د مسلم ليګ (ن) كانديد امير مقام خپل كاغذونه بېرته اخستې او اوس مقابله د مولانا فضل الرحمن ٬ ډاكټر عارف علوی او اعتزاز احسن ترمينځه ده۔ د ووټرانو حتمي فهرست به پريذائيډنګ چارواكو ته سپارلې شي۔ د پولنګ په مهال به د صوبائي اسمبلۍ او پارلمان امنيت ذمه واري رېنجرز سره وي۔ په 5 م ستمبر به د انتخابي نتيجو په فارم 7 نوټيفكېشن جاري كولې شي۔ د الېكشن كمېشن ترمخه د ميډيا نمائندګانو ته به پرېس ګېلري څخه د كورېج اجازه وي۔ فوټېج به يوازې پي ټي وي جوړوي كوم به چې هغه ټولې ميډيا ته جاري كوي۔ د پولنګ عمل پايې ته په رسېدو به پریذائیډنګ افسر شمېره كوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب د الېكشن كمېشن چارواكي ووئيل د درېو واړو صوبائي اسمبليو كارولې شوې ووټونه به د بلوچستان اسمبلۍ په 65 ووټونو تقسيمولو سره شمېرلې شي۔ بلخوا د بلوچستان اسمبلۍ ٬ سېنېټ او قامي اسمبلۍ به يو يو ووټ شمېرلې شي

مضمون کا ماخذ : غالب افریقہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں