په مېلمستيا كولو د چيينائي اولس مشر شي جن پنګ٬چينائي قيادت٬حكومت او اولس مننه كوو۔ د وزيراعظم عمران خان صنعتي ښار شنګهائي كښې سرمايه كارۍ كنفرنس ته خطاب

image

شنګهائي 05 نومبر (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي پاكستان د پرمختګ او څوكالۍ منزل ته رسېدو له د چين د تجربو څخه په زړه پورې زده كړه كولې شي٬چين چې تېرو لسيزو كښې كوم پرمختګ كړې د هغې مثال نه موندې كېږي٬چين په اوږد مهاله منصوبه بندۍ عمل كړی ځكه چې د اوږدې مودې منصوبه بندۍ ښې نتيجې ترلاسه كېږي٬خپل وګړي د غريبۍ څخه خلاصولو لباره به د چينائي ماډل پيروي كولې شي٬پاكستان كښې د غريبۍ خاتمې لپاره به يو لويې پیكج وركوو كوم به چې وګړي د غريبۍ څخه خلاصولو له مرستياله ثابت شي٬كه د خپلو غلطو څخه مو زده كړې وې نو د پرمختګ منزل ته به رسېدلې وو ٬مونږ به په مستقلو بنيادونو خپله تجزيه كوو٬د خپلو غلطو جاج به اخلو او د هغې څخه زده كړې كولو سره به خپل وژن وړاندې كوو٬كرپټ ټولنه كښې سرمايه كاري نه شي كېدې٬د كرپشن ختمولو لپاره د ادارو قوي كولو ته اړتيا ده٬د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ منصوبه د پاكستان لپاره يوه لويه موقع ده٬د چين حكومت چې څه ډول مېلمستيا كړی په هغې مونږ د چيينائي اولس مشر شي جن پنګ٬چينائي قيادت٬حكومت او اولس مننه كوو۔د ګل په ورځ د چين صنعتي ښار شنګهائي كښې د سرمايه كارۍ كنفرنس ته خطاب كښې وزيراعظم په تېرو لسيزو كښې د چين ځانګړی كاميابۍ رامخې ته كولو سره ووئيل مونږ ته هغه دور ياد دې كله چې امريكې د چين سره رابطو له اقدامات كول۔وزيراعظم ووئيل تاريخي خبره دا ده چې اوس د چين اولس مشر شي جن پنګ په قيادت كښې د آزاد تجارت او پروټېكشن ازم ختمولو خبره كوي۔وزيراعظم ووئيل د لوبو په دور كښې ما دوه قسم لوب غاړي ليدلې وو يو هغه څوك چې د ماتې څخه يرېږي او بل هغه لوبغاړي كوم چې چانس اخلي٬ ده ووئېل دا په اصل كښې د دوه طرز عمل څرګندونه ده٬د يرې په حالت كښې پريكړې ګټورې نه وي٬ د دې برعكس كاميابي ترلاسه كوونكې رسك اخلي۔په هغې كښې سيټ بيك هم وي خو ګټه د رسك اخستونكې كوي۔وزيراعظم عمران خان ووئيل شي جن پنګ رسك اخستلو سره خپل هېواد د پرمختګ پلو روان كړې۔ده ووئيل پاكستان د چين څخه ډېر څه زده كولې شي٬د چين دورې په مهال مونږ ته د زده كړې موقع ترلاسه شوې٬چين چې په تېرو لسيز كښې كوم پرمختګ كړی هغه مثال نه لري٬ده ووئيل مونږ د چين د قيادت څخه دا زده كړې چې د ټولنې غريبه طبقه به د غريبۍ څخه څنګه اويستلې شي۔د چين قيادت 7 زره ملينه وګړي د غريبۍ څخه ويستلي٬ ده ووئېل دا هغه ماډل دے د كوم چې پاكستان پيروي كوي۔وزيراعظم ووئېل د چين د تجربو څخه بل مونږ دا زده كړې كومه چې د افرادي قوت هنرمنده جوړولو په حقلھ ده۔چين بهر هېواد كښې كار كوونكي خپل هنرمند هېواد ته رابللې دغسې زده كونكي يې تكنيكي تعليم او پوهې لپاره بهر هېوادونو ته لېږلي٬ ده ووئېل مونږ به هم د هغې منصوبې ترمخه كار كوو٬كه مونږ خپلو ځوانانو له اعلٰی تعليم ورنه كړې شو نو مونږ به شاته پاتې شو۔دا وخت د پاكستان 9 ملينه وګړي د هېواد څخه بهر كار كوي٬ ده ووئېل په هغې كښې هنرمند افرادي قوت او په بېلو څانګو كښې پوهان شامل دي٬مونږ به هغوي هېواد ته راولو ځكه چې مونږ ته د هنرمنده افرادي قوت حاجت دې۔ده ووئيل د چين څخه يوه بله تجربه او سبق كوم چې مونږ ترلاسه كړی هغه دا دې چې د هغې قيادت خپله تجزيه كوي او د خپلو غلطو څخه زده كړی كولو سره مخ په وړاندې ځي٬كه پاكستان د خپلو غلطو څخه زده كړې وې نو مونږ به د پرمختګ منزل ته رسېدلې وو ۔ وزيراعظم عمران خان ووئېل د چين كميونسټ ګوند د خپلو غلطو څخه زده كړې او د خپلې تجزيې سره يې د حالاتو په ښه ډول مقابله كړې هم دغه وجه ده چې نن چين د ټولو څخه وړاندې دې او يو پرمختللې هېواد دے۔ده ووئيل مونږ به د خپلو غلطو جاج اخلو او د هغې څخه زده كړې كولو سره به خپل وژن وړاندې كوو۔ده ووئيل د چين سنټر ګوند سكول څخه مونږ دا سبق اخستې چې پاكستان كښې هم دې ډول يو تهنك ټينك جوړولو ته اړتيا ده۔وزيراعظم ووئيل كوچني او د مينځنۍ درجې صنعتونه بدعنوانه ټولنه كښې نه شي چلېدې٬د پاكستان څخه بدعنواني ختمولې شي او سرمايه كار به راوستلې شي۔ ده ووئېل په چين كښې په پنځو كلونو كښې د 400 لارښودو احتساب شوې٬ترڅو چې بدعنوانه عناصر نيولې شوي نه وي هېواد پرمختګ نه شي كولې٬مونږ له به د كرپشن ختمولو لپاره ادارې قوي كول وي۔وزيراعظم ووئيل په پاكستان كښې د ځوانانو يوه لويه برخه ده هغوي له رخ وركولو ته اړتيا ده٬ځوانانو له هنر وركولو سره مونږ پرمختګ كولې شوو عمران خان ووئېل په 50 لكه كورونو جوړولو كښې به دا ځوانان كردار ترسره كوي۔د دې منصوبې سره به نيغ په نيغه 14 صنعتونه پرمختګ وكړي٬په پاكستان كښې د لس ملينه كورونو كمې دې٬د پنځه ملينه كورونو جوړولو سره به په دې مسئله تر ډېره حده قابو وموندلې شي۔وزيراعظم ووئيل پاكستان چين اقتصادي راهدارۍ منصوبه د پاكستان لپاره لويه موقع ده٬مونږ به په اقتصادي زونز كښې سرمايه كار رابلو٬د ګوادر پرمختګ له به اقدامات كولې شي٬ده ووئېل مونږ د چين سرمايه كارو ته بلنه وركولې شو خو هغې لپاره ضروري ده چې په هېواد كښې د سرمايه كارۍ په لار كښې ولاړ خنډان لرې كړې شي۔د پاكستان حكومت به په دې اړه كار كوي۔وزيراعظم عمران خان ووئيل سمندر پورې غاره پاكستانيان د هېواد قيمتي اثاثه ده٬مونږ به د هغوي سرمايه كارۍ پلو راغب كولو له چاپېرچل جوړوو۔ده ووئيل د سمندر پورې پاكستانيانو مسئلو څخه خبر يو٬د شوكت خانم روغتون جوړولو له سمندر پورې غاړه پاكستانيانو لويې قربانۍ وركړې ٬ ده ووئېل سمندر پورې غاړه پاكستانيانو مسئلو حل له سفارتخانو ته د خاص اقداماتو سپارښتنه شوې٬وزيراعظم د چين خپله دوره كاميابه ګرځولو سره ووئيل د چين حكومت چې څه ډول مېلمستيا كړی په دې مونږ د چين اولس مشر شي جن پنګ او د چينائي قيادت٬حكومت او اولس مننه كوو۔پاكستان تل چين سره نزدې اړيكې لرلې خو دې دورې سره به دا اړيكې لا قوي شي۔)

مضمون کا ماخذ : میٹھا بونانزا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں