د 35 كلونو څخه لږه 13 كروړه آبادي د هېواد تر ټولو قيمتي اثاثه ده كومه چې د هېواد تقدير بدلولې شي

image
APP86-14 ISLAMABAD: November 14 - Prime Minister Imran Khan chairing a briefing on youth initiatives at PM Office. APP

اسلام آباد 14 نومبر (اے پی پی)وزيراعظم عمران خان وئيلې دي د 35 كلونو څخه لږ 13 كروړه آبادي د هېواد تر ټولو قيمتي اثاثه ده كومه چې د هېواد تقدير بدلولې شي٬ ځوانانو له د تعليم٬صحت او د روزګار موقعې وركول او د هغوي په هره څانګه كښې ګډون باوري كولو ته حكومت پام لرنه كوي۔ده د شورو په ورځ د وزيراعظم يوت پروګرام په حقله وركړې شوې بريفنګ كښې خبرې اترې كولې۔د وزيراعظم آفس لخوا جاري شوي بيان له مخې غونډه كښې د فرائم منسټر يوت پروګرام چيئرمېن محمد عثمان ډار٬د وزيرعظم خاص مرستيال نعيم الحق او افتخار دراني او نورو افسرانو ګډون كولو۔وزيراعظم ته د بريفنګ په مهال ووئيل شول په هېواد كښې دا مهال 13 كروړه آبادي د 35 كلونو څخه كمه ده۔د كومو تعليم٬تربيې او هغوي له روزګار وركولو ته پام لرنې ته اړتيا ده۔په پخواني دور كښې د اربونو روپو پېل كړي د يوت پروګرام افاديت اندازه د دې خبرې څخه كېږي چې كامن وېلت يوته ګلوبل ډوېلپمنټ انډېكس رينكنګ له مخې د پاكستان پوزېشن د 2013 په مقابل كښې به كمېدو 154 ته رارسېدلې۔په 2013 كښې پاكستان په 89 لمبر ؤ۔د بريفنګ په مهال ووئيل شول كامن وېلت يوته ګلوبل ډوېلپمنټ انډېكس رينكنګ له مخې تعليم٬صحت٬روزګار موقعو٬سياسي عمل او پھ نورو چارو كښې د شموليت په اړھ د پاكستاني ځوانانو شرح كمه ده۔د بريفنګ په مهال ووئيل شول د حكومت د منشور له مخې د ځوانانو تعليم٬روزګار او د ژوند په بېلو څانګو كښې د هغوي شموليت باوري كولو له تفصيلي پروګرام جوړیږي۔وزيراعظم عمران خان ووئيل په تېر حكومت كښې د خېبرپښتونخوا حكومت د اړخه د ځوانانو لپاره د پېل كړو بېلو پروګرامونو تجربې څخه استفادې كولو سره به د

مضمون کا ماخذ : como ganhar na quina
متعلقہ مضامین
مزید خبریں