د پاكستاني معيشت اشاريې مخ په ښه كېدو دي۔ د پخوانو حكومتونو كمزورې پالېسيو دلاسه پي آئي اے ٬ سټيل مل ٬ رېلوے ٬ يوټېلټي سټورز او نورې ادارې مالي ستونزو سره مخ شوې د وزيراعظم د ميډيا چارو خاص مرستيال افتخار دراني نجي ټي وي سره خبرې

image

اسلام آباد ۔ 8 دسمبر (اے پی پی) د وزيراعظم د ميډيا چارو خاص مرستيال افتخار دراني وئيلي دي د پاكستاني معيشت اشاريې مخ په ښه كېدو دي۔ د پخوانو حكومتونو كمزورې پالېسيو دلاسه پي آئي اے ٬ سټيل مل ٬ رېلوے ٬ يوټېلټي سټورز او نورې حكومتي ادارې مالي ستونزو سره مخ شوې دي۔ ده ووئيل د تېرو حكومتونو د بد انتظاميو او كمې خوښۍ لرلو په سوب حكومت ادارو كښې مالي زيان سره هم مخ شوې۔ ده ووئيل د پاكستان تحريك انصاف حكومت د اولې ورځنې نه زړه ورې پرېكړې وكړې۔ كوټلي ګامونه ئې پورته كړل او نظام سمولو له ئې په پېښو چېلنجو قابو وموندلو۔ افتخار دراني ووئيل د بې وزله اولس خېر ښېګړې له د مدينې رياست تصور به باوري كولې شي۔

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹرائزڈ لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں