د پاك پوځ ٬ سول آرمډ فورسز او قانون نافذ كٶٶنكو ادارو د ضرب عضب عملياتو او په نېشنل اېكشن پلان د عملدرآمد په سوب په كال 2018 كښې د عسكريت خوښو بريدونه 45 فيصده كم كړې

image

اسلام آباد 31 دسمبر (اے پي پي) د پاك پوځ ٬ سول آرمډ فورسز او قانون نافذ كٶٶنكو ادارو لخوا د ضرب عضب عملياتو او په نېشنل اېكشن پلان د عملدرآمد په سوب په كال 2018 كښې د عسكريت خوښو په بريدونو كښې 45 فيصده كمې شوې ٬ د كال 2017 په مقابل كښې 2018 كښې د مړو شمېره 37 فيصده او د ژوبل شوو 49 فيصده كمه شوې٬ د ځانمرګو بريدونو شمېره هم رېكارډ كمه شوې ده ٬پاك پوځ 176 كاروائۍ كړې چې پكښې 97 عسكريت خوښي وژلې شوې او 360 نيولي شوي٬ د امنيتي ځواكونو د ټولو نه زيات فوكس سندھ او بلوچستان باندې ٶ٬ په كال 2018 كښې عسكريت خوښو د ګلګت په ديامر ضلع كښې په يوه شپه كښې 12 خونځي ړنګ كړي چې پكښې زياتره د جينكو سكولونه وو۔ په ترهګرۍ د نظر ساتونكې ادارې پاكستان انسټيټيوټ فار كانفلېكټ اېنډ سكيورټي سټډيز (پكس) لخوا د جاري شوي كلن راپور له مخې په كال 2018 كښې عسكريت خوښو په ټولو صوبو كښې 229 بريدونه كړې چې پكښې 577 كسان مړه شوې چې پكښې 256 عام وګړي ٬ 152 امنيتي اهلكار٬ 67 عسكريت خوښي شامل دي او دغسې 959 كسان ژوبل شوي ۔ د كال 2014 جون مياشت كښې د پېل كړو ضرب عضب عملياتو نه پس د عسكريت خوښو په بريدونو كښې پرله پسې د كمي رجحان ليدلې شوې۔ د پكس راپور واضح كړې چې د جنګيالو په بريدونو كښې د مياشتې په سر اوسط د 35 نه كمې په كال 2018 كښې 19 ته راغلې۔ د يادونې وړ ده په كال 2014 كښې به هره مياشت اوسطاً 134 بريدونه كېدل كوم چې په ضرب عضب او نېشنل اېكشن پلان د عملدرامد په سوب 59 پاتې شوې٬ په كال 2016 كښې دا شمېره 42 او په كال 2017 كښې 35 ته راغلې ده ۔ د ذكر وړ خبر دا ده په دې بريدونو كښې د امنيتي ځواكونو د ځاني زيان شرح په كال 2018 كښې لږه زياته شوې ۔ د پکس سټډي راپور له مخې بلوچستان د هېواد د ټولو نه زياته ځپلې شوې صوبه ده چرته چې د كال 2018 په مهال د نورو سيمو په مقابل كښې 99 بريدونه شوي چې پكښې 354 كسان مړه او 570 ژوبل شوي٬ صوبه كښې د امنيت صورتحال وضاحت د دې خبرې نه كېدې شي چې ګرد هېواد كښې د عسكريت خوښو بريدونه 43 فيصده ٬ د وژلې شوي كسان 61 فيصده او د ژوبل شوو كسانو شمېرو 59 فيصده په بلوچستان كښې رېكارډ كړې شوې٬ فاټا په دوېم لمبر ده چرته چې عسكريت خوښو 65 بريدونه كړې چې پكښې 107 كسان مړه او 150 ژوبل شوي٬ په خېبر پښتونخواہ كښې 40 بريدونه رېكارډ كړې شوي چې پكښې 72 كسان مړه او 174 ژوبل شوي ٬ دغسې په سندھ كښې 14 بريدونه رېكارډ كړې شوې چې پكښې 21 كسان مړه او 20 ژوبل شوي٬ په پنجاب كښې د عسكريت خوښو لخوا 6 بريدونه شوې چې پكښې 18 كسان مړه او 42 ژوبل شوي٬ په ګلګت بلتستان كښې د تېرو كلونو په مقابل كښې د عسكريت خوښو هلې ځلې ناڅاپي زياتې شوې ٬ د راپور تر مخه په كال 2017 كښې د عسكريت خوښو هېڅ كاروائۍ نه دي شوي خو ولې په كال 2018 كښې څلور كاروائۍ شوې چې پكښې 5 كسان مړه او 3 ژوبل شوي۔ په كال 2018 كښې عسكريت خوښو د ګلګت په ديامر ضلع كښې په يوه شپه كښې 12 خوښځي ړنګ كړي چې پكښې زياتره د جينكو سكولونه وو٬ په كال 2018ء كښې ځانمرګې بريدونه كم شوي٬ كال 2017 كښې د 2016 په مقابل كښې د ځانمرګو بريدونو شمېره زياته شوې او 23 ځانمرګي بريدونه رېكارډ كړې شوې وو٬ په كال 2018 كښې 18 ځانمرګي بريدونه رېكارډ شوي چې پكښې 267 كسان مړه او 460 ژوبل شوي٬ يوازې په جولائي كښې 228 كسان مړه او 423 ژوبل شوې كوم چې د ټول كال 40 فيصده وٶ۔ د راپور تر مخه په كال 2018 كښې د امنيتي ځواكونو فوكس سندھ او بلوچستان صوبو باندې وو او په سندھ كښې ئې 50 كاروائې كړې چې پكښې 13 شكمن عسكريت خوښي ژولې شوې او 102 نيولي شوي٬ بلوچستان كښې 41 كاروائۍ شوڅي چې پكښې 47 شكمن عسكريت خوښي وژلې شوي او 123 نيولي شوي٬ د خېبرپښتونخواہ په مقابل كښې تېر كال پنجاب كښې امنيتي ځواكونو زياتې كاروائۍ كړې ٬ په 38 كاروائيو كښې 11 شكمن عسكريت خوښي وژلي شوي او 99 نيولي شوي۔ خېبر پښتونخواہ كښې امنيتي ځواكونو 27 كاروائيو كښې 8 شكمن عسكريت خوښي وژلي او 20 نيولي شوي٬ فاټا كښې 17 کاروائيو كښې 25 شكمن جنګيالي وژلې شوي او 3 نيولي شوي٬ ګلګت بلتستان كښې په دوو كاروائيو كښې امنيتي ځواكونو لس كسان نيولي۔ په اسلام آباد كښې په كال 2018 امنيتي ځواكونو په يوه كاروائۍ كښې درې شكمن كسان نيولي دي

مضمون کا ماخذ : کوئی شہزادی۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں