د پاکستان تحریک انصاف حکومت به د پوليس څانګې او ځائي ادارو پياوړتيا له نوي اصلاحات او قانون سازي معارفي كوي۔ د اطلاعاتو او خپرونو صوبائي وزير صمصام بخاري نجي ټي وي چېنل سره خبرې

image

اسلام آباد ۔ 30 مارچ(اے پی پی) د پنجاب د اطلاعاتو او خپرونو وزير سيد صمصام بخاري وئيلي دي د پاکستان تحریک انصاف حکومت به د پوليس څانګې او ځائي ادارو پياوړتيا له نوي اصلاحات او قانون سازي معارفي كوي ۔ يو نجي ټي وي چېنل سره خبرو كښې ده ووئيل ددې اصلاحاتو مقصد د اولس په ژوند كښې مثبت بدلون راوستل دي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې موجوده حكومت د پوليس څانګې د اولس دوسته جوړولو عزم لري۔ ده ووئيل زه په هغه كسانو كښې يو ووم چا چې وئيلې وو چې بلاول بهټو ته دې كوټ لكھپت زندان كښې نواز شريف سره د ملاقات اجازه وركړې شي۔ ده ووئيل د ګوندونو ترمينځھ ميثاق جمهوريت بدعنوانۍ لپاره نه بلكې د اولس خېر ښېګړې ته وده وركولو له وو۔ ده ووئيل ماته په دې وياړ دې چې د ګوند چيئرمېن وزیراعظم عمران خان او د پنجاب اعلی وزير عثمان بزدار په ما د باور څرګندونه كولو سره ماته يو مهم وزارت راكړې دې د كوم د لارې به چې زه د وزیراعظم عمران خان ٬ حکومتی پالیسیو او ګامونو نقطه نظر وړاندې كوم۔

مضمون کا ماخذ : پاور بال کے اعدادوشمار
متعلقہ مضامین
مزید خبریں