د خارجه دفتر لخوا په لائن آف كنټرول د تجارت ځنډولو په هندي پرېكړه د افسوس څرګندونه د تجارتي آسانۍ په ناوړه توګه د كارولو په اړه هندي ادعاګانې هېڅ حقيقت نه لري۔ بيان

image

اسلام آباد ۔ 21 اپرېل (اے پی پی)دپاكستان خارجه دفتر په لائن آف كنټرول (اېل او سي) د تجارت ځنډولو په اړه په هندي پرېكړه د افسوس څرګندونه كړې ده۔ د اتوار په ورځ د خارجه دفتر لخوا جاري كړې شوي بيان كښې وئيلې شوي دي چې د تجارتي اسانيو په ناوړه توګه د كارول كېدو په اړه هندي ادعاګانې هېڅ حقيقت نه لري۔ هند تجارتي آسانۍ قاچاق ٬ نشائي توكو ٬ جعلي كرنسۍ او ترهګرۍ له د كارولو غلطه او د دروغو پراپېګنډه كړې ده۔ خارجه دفتر وئيلي چې هند د مقبوضه كشمير د اولس سولييزې هڅې تجارت سره د تړلو ناوړه هڅه كړې ده۔ تجارت د دواړو هېوادونو ترمينځه د باور زياتولو له يو بنيادي عنصر ګڼلې شي۔ دواړو هېوادونو د سفارتي هڅو په نتيجه كښې د شريك باور زياتولو له د تجارت پرېكړه كړې وه ولې د هند لخوا شوې پرېكړې سره د باور بحالۍ او دې كښې د زياتوالي هڅې ځپلې شوي دي۔ خارجه دفتر په اېل او سي تجارت ځنډولو له پاكستان سره د مشاورت نه غېر د شوې هندي پرېكړې په سختو ټكو كښې غندنه كړې ده۔ تجارتي بندېزونو سره به د كشميريانو مسئلې سوا شي كومو چې دې آسانۍ څخه استفاده كوله۔ د هندي ګامونو څخه وروستو د پاكستان د كردار په اړه خارجه دفتر ووئيل چې پاكستان به د كشميري اولس خپلو كښې رابطو او د آسانيو رسنې ګامونو عمل روان ساتي كوم چې د كشمير شخړې په سبب ځپلې شوې دې۔ پاكستان په هند زور راوړو چې د تضاد ختمولو او دوه اړخيزه مرستې ته وده وركولو له مثبت سوچ ضروري دې دغسې چې اختلافات خپلو كښې د مذاكراتو د لارې حل كړې شي

مضمون کا ماخذ : مایا کا عروج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں