د آئې اېس پي آر ډي جي لخوا د پښتنو لپاره په پښتو كښې پېغام

image

پېنډۍ 29 اپرېل (اے پي پي) د پاك پوځ وياند د آئي اېس پي آر ډي جي مېجر جنرال آصف غفورد ميډيا بريفنګ په مهال د پښتون اولس په نامه په پښتو ژبه كښې خپل پېغام اووې ژ هغه ووئېل زه ښاغلېو پښتنو وروڼو ٬ خوېندو ٬ مېندو ٬ سپين ږيرو او ځوانانو ته سلام كوم٬ زه د پاك پوځ د نمائنده په حېث تاسو ته يو پېغام دركول غواړم چې پاك پوځ ستاسو دے لكه څنګه چې پاكستان زمونږ د ټولو دے ۔ هغه ووئيل كه پاكستان سوكاله او آباد وي نو مونږ ټول د پښتنو پشمول به خوشحال يو٬ خدائے دې نه كړي كه پاكستان ته زيان ورسي نو دا به زمونږ د ټولو زيان وي۔ مېجر جنرال آصف غفور ووئيل ځينې خلق د چا په لمسه تاسو د پاكستان او ادارو په ضد راپارول غواړي٬ زه دا وئيل غواړم پاكستان ستاسو د قربانيو احساس لري٬ رياست شپه او ورځ هڅه كوي چې ستاسو مسئلې هواري كړي۔ وياند خپل پېغام كښې زياته كړه پاك پوځ به تر ھغې په قلاره نه كېښنې تر څو چې ستاسو مسئلې حل نشي٬ دا اميد لرو چې پښتانه به د چا په خبرو پسې نه ځي ٬ هغه ووئېل مونږ د پښتنو نه دا هيله لرو چې تاسو به د هېواد دښتمنه قواؤ لاره نيسۍ٬ او د پاكستان قوي كولو لپاره به خپل كردار ولوبوې

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں