محمد نواز شريف په طبي بنيادونو ضمانت لپاره يو ځل بيا اسلام آباد هائي كورټ ته رجوع وكړه

image

اسلام آباد 20 مئی (اے پی پی)پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف په طبي بنيادونو ضمانت لپاره يو ځل بيا اسلام آباد هائي كورټ ته رجوع كړې۔محمد نواز شريف په طبي بنيادونو ضمانت لپاره اسلام آباد هائي كورټ كښې دائر شوي خواست كښې د نېب چيئرمېن٬د كوټ لكهپت زندان سپرېټنډنټ او احتساب عدالت فريق جوړ كړی٬په خواست كښې د برتانيې او امريكې د سپېشلټ ډاكترانو رائے هم شامل كړې وي۔په خواست كښې مؤقف خپل كړی شوې چې نواز شريف ته د تناؤ كېفيت په وجه خطر رامخې ته كېدې شي۔د مېډيكل راپور له مخې نواز شريف د ګوردو او زړه په رنځ اخته دې٬د پاكستان او بهر هېوادونو ټولو ډاكټرانو له مخې د نواز شريف درملنه پھ زندان كښې ممكن نه ده۔د نواز شريف درملنه دې د بهر هېواد هېواد هغه ډاكټرانو څخه وكړې شي چا چې وړاندې د هغه درملنه كړې وه

مضمون کا ماخذ : prêmios dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں