وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ټوېټ

image

اسلام آباد 02ستمبر (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئېلي دي د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې اوسني حكومت چې په كوم ډول د كشمير مسئله پورته كړې او په نړيواله كچه يې ډاډګيرنه شوې پخوا مثال نه لري ٬احسن اقبال صاحب كشمير د ټول قام شريك كاز دے٬په دې مسئله د قامي يو والي فضاﺀ بايد د سياست نظر نه كړې شي٬د هېواد د معيشت پاې پنچر كوونكي نن په كومه خله نورو له ليكچرې وركوي۔د ګل په ورځ په خپل ټوېټ كښې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل احسن اقبال صاحب كشمير د ټول قام شريك كاز دے٬په دې مسئله د قامي يو والي فضاﺀ بايد د سياست نظر نه كړې شي٬تاسو اووئي چې د اګست د پنځمې نېټې نه واخله تراوسه ستاسو ګوند يا متحده اپوزېشن د مظلومو كشميريانو په حق كښې كوم غږ پورته كړی يا كومه غونډه٬كوم لاريون٬كومه اجتماع يا سېمينار يې كړی؟هغې ووئيل اے پي سي اوشوه چې ټاپ ايجنډا يې د اقتدار مياشت ليدلو او د مشرانو د لوټلې شوي دولت بچ كولو نه سوا بل څه نه وه۔د وزيراعظم مرستيالې ووئيل د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې اوسني حكومت چې په كوم ډول د كشمير مسئله په ډاګه كړی او په نړيواله كچه يې ډاډګيرنه شوې٬پخوا مثال نه لري۔هغې ووئيل حكومت د وزيراعظم وژن له مخې د معيشت د بهترۍ او د اصلاحاتو په ايجنډا عمل كوي۔درآمدات زيات شوي٬كرنټ اكاؤنټ خساره او درآمدات په واضحه توګه كم شوي۔د ټېكس وركوونكو د شمېرې زياتولو له هم هڅې روانې دي

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ جیتنے کے نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں