قاسم خان سوري به د لنډ مهاله سپيكر په حېث خپلې ذمه وارۍ ترسره كوي

image

اسلام آباد ۔ 23 ستمبر (اے پی پی) دوهم سپيكر قاسم خان سوري به د قومي اسمبلۍ سپيكر په غېر موجودګۍ كښې د لنډ مهاله سپيكر فرض ترسره كوي۔ د قومي اسمبلۍ سېكرټرېټ د آئين آرټيكل 53(3) لمخې نوټيفيكېشن جاري كړې دې۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر د یوریشیاء سپیکرز کنفرنس كښې ګډون له په 5 ورځنۍ دوره قزاقستان ته روان شوې دې او د ده تر بېرته راستنېدو به دوهم سپيكر قاسم خاان سوري د لنډ مهاله سپيكر په حېث خپلې ذمه وارۍ ترسره كوي۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری نمبر کا انتخاب
متعلقہ مضامین
مزید خبریں