د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سره د نړيوال اسلامي بانك چيف اېګزيکټو شېخ عبدالله بن الثاني وليدل٬ په معاشي مرسته خبرې اترې

image

پېنډۍ 26 ستمبر (اے پي پي)د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه سره د نړيوال اسلامي بانك چيف اېګزيکټو شېخ عبدالله بن الثاني ليدلي دي ۔ د ملاقات په مهال پاكستان كښې په معاشي مرسته خبرې اترې شوې دي۔ د آئي اېس پي آر له مخې د ملاقات په مهال د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه ووئيل پاكستان كښې امنيتي وضعه ښه شوې ده٬ د امنيتي استحكام په سوب پاكستان بهرنو هېوادونو لپاره ګټور هېواد دے ۔ شېخ علي بن عبدالله الثاني امن لپاره د پاکستان پوځ د هلو ځلو ستائنه كولو سره ووئيل دې سره به د پاكستان معاشي استحكام زيات شي۔ شېخ عبدالله بن الثاني د قطر د واكمنې شاهي كورنۍ يو مهم كس دے

مضمون کا ماخذ : números dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں