د داروګانو غېر مناسبه تشهير مخ نيوي له قانون جوړولو ته اړتيا ده٬هر لسم كس د هيپاټائيټس په رنځ اخته دے۔ ډاکټر ظفر مرزا

image

اسلام آباد 02 دسمبر(اے پي پي) قامي روغتيا لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ډاکټر ظفر مرزا وئيلي دي لاړکانه كښې اېډز د سرنج بيا بيا كارولو له امله خپرېږي٬ د داروګانو غېر مناسبه تشهير مخ نيوي له قانون سازۍ ته اړتيا ده ٬ پاکستان كښې دا مهال هر كس په كلنه توګه د 8 نه تر لس ستنې وهلې كېږي كومه چې په نړۍ كښې د ټولو نه زياته شرح ده٬ 95 فيصده ستنې غېر ضروري وي٬ پاكستان كښې د 75 فيصده آبادۍ د صحت انحصار په نجي څانګه دے٬ هر لسم كس د هيپاټائيټس په رنځ اخته دے٬ 85 فيصده سرنجونه بيا استعمالېږي۔ د ګل په ورځ خپل يو بيان كښې ډاکټر ظفر مرزا ووئيل د رنحژنو څخه تحفظ ډېر ضروري دے۔ ډاکټر ظفر مرزا ووئيل د رنځورانو تحفظ په لړ كښې به دا معلومول وي چې دوي د كومو څيزونو نه خطر لري ٬ د رنځورانو تحفظ لپاره په نړۍ كښې زيات تحقيق شوې٬ مونږ خپلو ډاكټرانو ته د رنځورانو تحفظ لپاره تربيه وركوٶ او په دې لړ كښې مضمون په ميډيكل زده كړهو كښې ښودلې كېږي او په هره صوبه كښې هېلته ميډيكل كمېسون جوړ كړې شوې۔ ۔ ده ووئيل د صحت نړيوالې ادارې سره په ګډه به ډېر زر د رنځورانو تحفظ لپاره د ښه ماحول روغتونونه او د طبي آسانيو مركزونه جوړ كړٶ

مضمون کا ماخذ : loteria estadual
متعلقہ مضامین
مزید خبریں