په كاناډا كښې د پاكستان هائي كمشنر رضا بشير تارړ د سي پي اے سي پي كلنې غونډې ته وېنا

image

اسلام آباد 15 دسمبر(اے پي پي) په كاناډا كښې د پاكستان هائي كمشنر رضا بشير تارړ وئيلي دي چې پاكستان د تجارت او سرمايه كارې پشمول په ټولو څانګو كښې كاناډا سره پوره شركت غواړي، زمونږ سرمايه كار دوست پاليسي د كاناډا كمپنو ته د سرمايه كارې او ګټې غوره موقعې وركوي. ده دا خبرې د چېمبر آف ټرېډ ﴿ سي پي اے سي پي﴾ كلنې غونډې ته په خپله وېنا كښې وكړې. ده ووئيل چې پاكستان كاناډا د معيشت، جي 7، جي 20 ، ډبليو ټي، او د دولت مشتركه د مهم غړي په بنياد خپټ مهم شراكتدار ګڼي. ده ووئيل چې پاكستان د تجارت او سرمايه كارې پشمول په ټولو څانګو كښې كاناډا سره پوره شركت غواړي او زمونږ سرمايه كار دوست پاليسي د كاناډا كمپنو ته د سرمايه كارې او ګټې غوره موقعې وركوي. ده ووئيل چې د پاكستان مشرتابه ګورننس، احتساب او سپېځلتيا ته خاص پام كوي او د غربت د خاتمې اهداف ترلاسه كولو لپاره سخت محنت كوي. ده ووئيل چې حكومت د نېشنل اېكشن پلان له مخې د مني لانډرنګ او د غېر قانوني رسنې ختمولو لپاره سخت اقدامات كړي دي. ده د سي پي اے سي پي غړي په پاكستان كښې د سېلګرې د څانګې د استعداد نه خبر كړل او وې وئيل چې حكومت په هېواد كښې د سېلګرې صنعت ودې لپاره جامع اقدامات كوي. ده ګډون كوونكي د مقبوضه جمو كشمير د تازه صورتحال او د قابض ځواكونو د ظلم او ستم نه هم خبر كړل او وې وئيل چې غړي دې دا مسئله په هر فورم پورته كړي.

مضمون کا ماخذ : لاٹری کی موبائل ایپ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں