د ملګرو ملتونو د كنونشن د فريق هېوادونو د كنفرنس په اتمه غونډه كښې د بدعنوانې مخ نيوي لپاره د پاكستان قرارداد په متفقه توګه منظور كړے شو

image

اسلام آباد 21 دسمبر(اے پي پي) د ملګرو ملتونو د كنونشن د فريق هېوادونو د كنفرنس په اتمه غونډه كښې د بدعنوانې مخ نيوي لپاره د پاكستان قرارداد په متفقه توګه منظور كړے شو. د خارجه دفتر وياند له مخې دا غونډه د دسمبر د 16مې نېټې نه د دسمبر تر 20مه نېټه د متحده عرب اماراتو په پايه تخت ابوظهبي كښې شوې. وياند ووئيل چې د پاكستان دا اقدام د بدعنوانې په ضد د وزيراعظم عمران خان د وژن له مخې دے. د متفقه قرارداد منظوري د بدعنوانې په ضد جنګ كښې د نړيوالې ټولنې لخوا د پاكستان په ځانګړي كردار د باور څرګندونه ده. په قرارداد كښې هېوادونو ته وئيلي شوي دي چې د ښه اقداماتو ودې لپاره دې د پارلماني ادارو ترمېنځه تبادلو ته وده وركړې شي. وياند ووئيل چې پاكستان د دې اقدام د لارې د نريوالې ټولنې پام دې پلو ته راګرځولې چې پارلمان د بدعنوانې په ضد كمپائن كښې مهم كردار ترسره كولې شي.

مضمون کا ماخذ : apostas dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں