د پاكستان د ټولو نه لويه مسئله د تعليم كمې دې٬ په نړۍ كښې هم ھغه قامونه پرمختګ كولې شي كوم چې د علم په تكل كښې سرګردان وي۔ د ډاکټر عارف علوي وېډيو پېغام

image

اسلام آباد 07 فروري (اے پي پي) اولس مشر ډاکټر عارف علوي په يو كال كښې 35 كتابونه لوستي٬ په اولس كښې د كتابونو د لوستلو شوق پېدا كولو هلو ځلو په لړ كښې كال 2019 كښې د لوستل شويو لس كتابونو فهرست جاري كړې شوې دې۔ د جمعې په ورځ ايوان صدر څخه د جاري شوي د اولس مشر د زيات خوښ كتابونو فهرست او په دې لړ كښې د اولس مشر وېډيو پېغام هم جاري كړې شوې دې چې پكښې ئې د كال 2019 په مهال د زيات خوښ لوستې كتابونو تفصيلات ښودلي دي۔ د اولس مشر د زيات خوښ كتابونو په فهرست كښې وړومبې كتاب د شاہ بليغ الدين احمد ”تجلي” دے كوم چې په حديثونو او د اسلامي تاريخ په پېښو مشتمل دے٬ د دې نه علاوه د صنعتي انقلاب پحقله د كلاز شباب ”فورتھ انډسټريل ريوولوشن” ٬ د مصنوعي ذهانت په مېدان كښې د قيادت د جنګ په اړه د كوفولي ”سپرپاور آف يو اېس اېنډ چائنه”، د صحت او ټېکنالوجۍ ترمېنځه د تعلق په موضوع د اېرك ټپول ”ډيپ ميډيسن”، سباٶن كښې د ترلاسه ملازمتونو موقعو د نوعيت په اړه د اېلك روس ”دي انډسټريز آف دي فيوچر”، د طبيعات او د ګڼ اړخيزه کائنات او کوانټم کمپيوټرز په اړه د فلپ بال ”بي اونډ وائرډ”، امريکا د سپر پاور په توګه د تاريخ په اړه د نوم چامسكي ”هورولز دي ورلډ”، د سائنس، فلاسفې او د انسانيت د سباون په موضوع د سټيفن هاکنګ ”بريف آنسرز ټوبګ کوئسچنز”، د جعلي او خرابونو خبرونو په ټولنه كښې د قبوليت او د هغې د آغيز په اړه د هانس روزلېن ”فېکټ فلنيس” او د بدلون مناسبت سره د مېلکم ګلېنډويل کتاب د ”دي ټپنګ پوائنټ” شامل دي او دا فهرست د اولس مشر لخوا په كال 2019 كښې د مطالعه شوې كتابونو څخه مرتب شوې دې۔ په دې لړ كښې اولس مشر خپل ويډيو پېغام كښې وئيلي دي چې زمونږ خلق د رامخې ته مسئلو او حالاتو باوجود د علم د لارې د لاعلمې او تكليفونو زنځيرونه ماتولي شي٬ د پاكستان د ټولو نه لويه مسئله د تعليم فقدان ده ٬ په نړۍ كښې هم ھغه قامونه پرمختګ كولې شي كوم چې د علم په تكل كښې سرګردان وي٬ ده ووئيل زه ماشومانو او مشرانو ته د مطالعې بلنه وركوم٬ زه هم د ټولې ورځ د خوارۍ نه پس ذهني سكون لپاره كتابونه لولم۔ ده ووئيل بهترين كتاب قرآن پاك دې د ھغې لوستل پكار دي او د هغې نه علاوه مونږ له په دنياوي علمونو هم بريا پكار ده ځكه چې زمونږ مذهب هم مونږ ته د علم تلقين كوي او يوازې ھغه قامونه پرِمختګ كولې شي كوم چې د علم ترلاسه كولو لپاره

مضمون کا ماخذ : خوش قسمت لڑکی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں