اسلام آباد 11 مارچ (اے پي پي) اېسوسي اېټډ پرېس آف پاکستان کارپورېشن (اے پي پي سي) آرډيننس 2002ء كښې د لا بدلون بل 2020 قامي اسمبلۍ ته وړاندې كړې شوې۔ د شورو په ورځ د قامي اسمبلۍ په غونډه كښې علي محمد خان اېسوسي اېټډ پرېس آف پاکستان کارپورېشن آرډيننس 2002ء كښې د لا بدلون بل 2020 قامي اسمبلۍ ته وړاندې كړو٬ د بل مقصد په اے پي پي سي ارډيننس 2002 كښې بدلونونه كول دي٬ د سپريم كورټ لخوا د ديواني اپيلونو لمبر 1428 نه تر 1436 كال 2016ء كښې او د اتلسم اګست 2016 په پرېكړه كښې د لفظ وفاقي حكومت تشريح له امله روزمره چارې ٬ د مېنېجنګ ډائرېكټر او د بورډ تقررۍ وفاقي كابينې ته لېږلې شي ٬ اوس چې د وفاقي كابينې په امر وزارت په قوانين يا آرډيننس كښې د ضروري بدلون كولو په اړه كاروائي پېل كړې او لفظ وفاقي حكومت په موزو اتهارټيز بدل كړې شوې٬ د ذكر شوو اغراضو په مطابقت دا بل د اے پي پي سي اېس کارګزاري آسانولو او دا لا بااختياره كولو لپاره معرفي كولې شي ٬ د آرډيننس لمبر 80 مجريه 2002ء دفعه 7 كښې بدلون كولو سره به لفظ وفاقي حکومت په وزيراعظم يا په دې لړ كښې د هغه لخوا د مجاز كړې شخصيت په ټكو يا نامه بدلولې شي ٬ په آرډيننس 2002ء لمبر 80 مجريه 2002ء كښې دفعه 2 كښې شق (ه ) حذف كولې شي۔