اسلام آباد 12مارچ (اے پي پي) د بېن صوبائي رابطو وفاقي وزيرې ډاکټر فهميده مرزا وئيلي دي پارلماني ويمن کاکس مهم هدفونه سر كړي٬ د كاميابو په لسو كالو ترسره كېدو كاكس ته مباركي وركوم٬ په دې موده كښې كاكس يو شمېر چېلنجونو سره هم مخ پاتې شوې خو په اجتماعي هلو ځلو ئې په دې چېلنجونو قابو موندلې۔ د زيارت په ورځ د مېرمنو نړيوالې ورځ مناسبت سره د پارلماني وېمن كاكس ترسېوري لاندې دستورې ته ډاکټر فهميده مرزا ووئيل دا تنظيم زما د سپيكر شپ په دور كښې جوړ شوې ٶ او اوسنې حكومت د مېرمنو په سماجي او معاشي اعتبار سره اختيارمندې جوړولو له عزم لري چې واضح مثال ئې احساس پروګرام دے ۔ دې ووئيل د دې حقيقت نه انكار نه شي كېدې چې پاكستانۍ مېرمنې زيات صلاحيت لري او د هېواد په سياسي٬ سماجي او اقتصادي پرمختګ كښې خپل بشپړ كردار لوبولوي۔ دې ووئيل پارلمان كښې 21 فيصده مېرمنې شاملې دي خو د ترلاسه شمېرو له مخې د وركنګ وېمن شمېره د ډاډ وړ نه ده