اسلام آباد ۔ 20 مارچ (اے پي پي) د بحري چارو وفاقي وزير علي زيدي د حفاظت تر مخه د شيډول له مخې د سكائپ د لارې انټرويو كړی۔د مركو په مهال د ميري ټائم افيئر سېكتر رضوان احمد د وډيو لنك د لارې د كراچۍ څخه ګډون كولو۔اميدوارو دفتر ته د راتللو په ځاې په سكائپ نيغ په نيغه د پوښتنو ځوابونه وركړل۔د دې څخه وړاندې وړومبې وزارت د ډيلي ويجز ملازمين د رخصت كولو نوټيفيكېشن جاري كړو چې پكښې به نه هغوي څوك د ادارې څخه وباسي او نه به د هغوي په تنخا كښې كومه كمي كېږي۔د سمندري چارو وزارت او د دې ذيلي ادارې د كورونا وائرس څخه بچ كېدو ټول احتياطي تدابير خپلوي