د کرونا وائرس مخنيوي كښې مرستې لپاره كرونا ريليف فنډ 2020 جوړ كړې شو، بايد هر كس فنډ له عطيات وركړي۔ وزيراعظم عمران خان

image

اسلام آباد 01 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي د کرونا وائرس وباء مخنيوي له مرستې لپاره كرونا ريليف فنډ 2020 جوړ كړې شوې ، بايد هر كس په فنډ كښې عطيات وركړي۔ د شورو په ورځ خپل ټويټ پېغام كښې وزيراعظم ووئيل زه غواړم چې ټول په دې فنډ كښې برخه واچوي دغسې چې د ھغه خلقو پالنه وكړې شي كوم چې د لاك ډاٶن له امله زياتې بې وسۍ سره مخ شوي۔ ده ووئيل خپل د ټېكس جوګه عطيات د نېشنل بانك آف پاكستان كراچۍ د مركزي برانچ اكاٶنټ لمبر 4162786786 ته ولېږئ، د اكاٶنټ بشپړ تفصيلات او د عطياتو د منتقل كېدو په اړه هدايات باندې www.nbp.com.pk/covidfund/index.aspx ترلاسه دي۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی حکمت عملی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں