وزيراعظم عمران خان پېنډۍ كښې د هلال احمر پاکستان لخوا د جوړ كړي كرونا هسپتال دوره

image

اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان پېنډۍ كښې د هلال احمر پاکستان لخوا د جوړ كړې شوي كرونا هسپتال دوره كړې ده ۔ په دې موقع د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد ٬ خاص مرستياله ډاکټر ثانيه نشتر، د قامې روغتيا خاص مرستيال ډاکټر ظفر مرزا او د قامي اسمبلۍ غړې عامر محمود کياني هم وزيراعظم سره ملګري وو۔ د هلال احمر پاکستان چيئرمېن ابرار الحق وزيراعظم ته د کرونا وباﺀ څخه د رامخې ته شوي صورتحال په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو ۔ ده ووئيل په دې هسپتال كښې د سلو رنځورانو د درملنې ګنجائش موجود دے او هسپتال كښې د لسو بسترو پشمول په آئي سي يو كښې اته (8) وينټي ليټر هم موجود دي۔ وزيرِاعظم ته په هسپتال كښې د شته نورو آسانيو پشمول د آپرېشن تھېټر، اېکسرے، الټراء ساوَنډ، ليبارټري او د فارميسي په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔ دې څخه وروستو وزيرِاعظم په هسپتال كښې د كرونا وائرس رنځورانو لپاره د جوړ كړي وارډ هم دوره وكړه او د سهولتونو جاج ئې واخست۔

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں