د منصوبه بندۍ، پرمختګ ، اصلاحات او خاص اقدامات وفاقی وزیر اسد عمر په مشرۍ كښې نیشنل كمانډ اینډ آپریشن سنټر كښې غونډه

image

اسلام آباد 16 جون (اے پی پی) د منصوبه بندۍ، پرمختګ ، اصلاحات او خاص اقدامات وفاقی وزیر اسد عمر په مشرۍ كښې نیشنل كمانډ اینډ آپریشن سنټر كښې غونډه وشوه چې پكښی د آزاد كشمیر او ګلګت بلتستان پشمول ټولو صوبائی چیف سیكرټريز د ویډیو لنك د لارې ګډون وكړو، په غونډه كښې صوبو این سی او سی له د كورونا ایس او پیز خلاف ورزیو او د هيواد مخصوص سيمو كښې په سمارټ لاك ډاؤن بریفنګ وركړو۔ د نهې په ورځ بریفنګ كښې ووئيل شول ټول هيواد كښې 24 ساعتونو كښې د ایس او پیز 12400 خلاف ورزی شوې چې پكښې په 24 ساعتو كښې 1512 ماركیټونه، دكانونه ، 14 انډسټریل یونټس جرمانې او سیل كړې شوي۔ تيرو 24 ساعتو كښې هيواد كښې 1466 ټرانسپورټرز جرمانه كړې شوي۔ دغسې اسلام آباد كښې د ایس او پیز 364 خلاف ورزی شوي چې ترمخه ئئ 154 دكانونه سیل، 147 ګاړی جرمانه كړې شوي۔ په آزادكشمیر كښې د ایس او پیز 865 خلاف ورزی شوي از آزاد كشمیر كښې 153 ماركیټ، دكانیں سیل، 321 ګاړی جرمانه كړې شوي۔ بريفنګ كښې ووئېل ګلګت بلتستان كښې د ایس او پیز 218 خلاف ورزی راپور شوي او په دې ګلګت بلتستان كښې 48 ماركیټ او دكانونه سیل، 53 ټرانسپورټرز جرمانه كړې شوي۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں