د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني په مشرۍ كښې مهمه غونډه

image

اسلام آباد 16 جون (اے پی پی)د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني پھ مشرۍ كښې د پاكستان پارليماني خذمات په اداره كښې مهمه غوندھ وشوه۔په غونډه كښې د سول سرونټس ټريننګ او پارليماني چارو نظام كار خبرتيا په اړه مهمې پريكړې شوې۔د سېنېټ چيئرمېن خپلو خيالاتو څرګندونه كولو سره ووئيل چې ادارې سول سرونټس او آئيني ادارو ترمينځه رابطه كارۍ لپاره موثر تګلار وضع كړې۔ده ووئيل چې پاكستان پارليماني خذمات ادارې رسنې زياتوالي لپاره ګامونه پورته كولې كېږي او د پارليمان او ادارو ترمينځه به رابطه وي نو د اولس مسئلې به حل كېږي۔په غونډه كښې د پپس قانون كښې د بدلون په اړه د چارو هم جاج واخستلې شو۔په غونډه كښې په باضابطه توګه د ګرېډ 17 نور 40 افسرانو وړومبې بېچ ته د ټريننګ وركولو پريكړه وشوه ااو دا ټريننګ به پھ اكتوبر مياشت كښې وركولې شي۔د وفاق او صوبو څخه به د ګرېډ 17 افسران نامزد كولو پراؤ هم پیل كړی شي۔د اسټېبلشمنټ ډويژن او چيف سېكتران به د افسران نامزدګۍ لپاره باقاعده مراسله لېږلې شي۔په غونډه كښې د سېنېټ چيئرمېن ته اضافي افرادي قوت تقررۍ عمل په اړه تفصيل څخه خبر كړی شو۔د پپس ايګزېكټو ډائرېكټر محمد انور او چارواكو د سېنېټ چيئرمېن ته تفصيلي بريفنګ وركړو

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کی پیشن گوئی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں