د ټيکسټائل څانګې ته د ريفنډ په مد كښې نورې 6.2 اربه روپۍ جاري كړې شوي۔د عبدالرزاق داٶد ټويټ

image

اسلام آباد 25 جون (اے پي پي)تجارت لپاره د وزيراعظم صلاحكار عبدالرزاق داٶد وئيلي دي د ټيکسټائل څانګې ته د ريفنډ په مد كښې نورې 6.2 اربه روپۍ جاري كړې شوي۔ د زيارت په ورځ خپل ټويټ كښې ده ووئيل سږ كال د ټيکسټائل څانګې ته د ريفنډ په مد كښې د ډي اېل ټي اېل سکيم له مخې په مجموعي توګه 51.2 اربه روپۍ جاري كړې شوي۔ ده ووئيل زه هيله لرم چې دې اقدام سره به د برآمد كوٶنكو د ليکويډيټي مسئلې حل شي او ھغوي به د سرمايه كارۍ د لارې د برآمداتو لا زياتولو جوګه شي

مضمون کا ماخذ : اٹلانٹس کا بادشاہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں