د پومبې نه د جي اېس ټي په خاتمه غور كوٶ۔ د شاہ محمود قرېشي قامي اسمبلۍ كښې بحث

image

اسلام آباد 25 جون (اے پي پي) خارجه وزير شاہ محمود قرېشي وئيلي دي آبي وسائلو او ذخيرو لپاره په بجټ كښې روپۍ بېلې كړې شوي ٬ كر كېلې ته پام لرنه كوو، قحطې ملخان حقيقي خطر دے ، د دې به په ګډه مخ نيوي كول وي٬ په پومبې د جي اېس ټي په خاتمه غور كوٶ۔ د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ كښې ده ووئيل د سنېنټ د سفارشاتو قدر كوٶ، د اوبو كمے ختمولو لپاره سېنېټ وئيلي دي ٬ د اوبو كمے لرې كول د اوسني حكومت پاليسي ده۔ شاہ محمود قرېشي ووئيل مونږ د سېنېټ سفارشاتو ته اهميت وركوو٬ پرله پسې حكومتونو اوبو ته اهميت نه دے وركړے كوم چې وركول پكار وو۔ده ووئېل د اوبو وسائل٬ بندولو لپاره بجټ كښې زياتې روپۍ اېښودې شوي۔ د قحطې ملخانو لوي خطر موجود دے ۔ده ووئېل وزيراعظم په دې معامله زياتې غوندې كړي۔ د پاك پوځ هم په دې لړ كښې مننه كوٶ٬ ده ووئيل د بجټ سفارشات سېنېټ رالېږلي دي٬ سېنېټ د وفاق نمائندګي كوي٬ په بلوچستان كښې د اوبو د كمي احساس لرو٬ زمونږ حكومت په آبي وسائلو كار كوي٬ د قحطې ملخانو خطر يو حقيقت دے٬ 40 كاله پس قحطې ملخانو حمله كړې ۔ده ووئېل د پاكستان وسله وال ځواكونه د قحطې ملخانو خاتمه كوي٬ دا يو قامي چېلنج دے او د دې به په ګډه مقابله كوٶ۔ شاہ محمود قرېشي ووئيل زمونږ د معيشت زياته برخه په كركيله انحصار لري٬ زراعت ته مونږ پام لرنه كوو ٬ د فرټيلائزرز په سبسډي كار كوٶ۔

مضمون کا ماخذ : سمندری ڈاکو گولڈ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں