د وزيراعظم عمران خان د تشدد ښكار شويو د ملاتړ نړيوالې ورځ په موقع پېغام

image

اسلام آباد 26 جون (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان يو ځل بيا په نړيواله ورورولۍ زور راوړے چې ھغوي په مقبوضه کشمير كښې د بشري حقونو د خلاف ورزۍ په مرتكب كېدو د هند محاسبه وكړي، د وزيراعظم عمران خان د تشدد ښكار شويو د ملاتړ نړيوالې ورځ په موقع خپل ټويټ پېغام كښې ووئيل په نننۍ ورځ زه نړيوالې ورورولۍ ته غږ كوم چې په مقبوضه کشمير كښې د بشري حقونو د خلاف ورزۍ په مرتكب كېدو د هند محاسبه وكړي څوك چې د مېرمنو٬ كوچنيانو او ځوانانو په ضد پېلټ ګنز كاروي ٬ د جنسي تېرو ارتكاب كوي او په برقي جټكو د وژلو پشمول په هغوي بد ترين ذهني او جسماني تشدد كوي۔ وزيراعظم ووئيل د هندوتوا پيروکار مودي سرکار په حكم شوي د هندي پوځ د بربريت داستانونه ملګرو ملتونو، د بشري حقونو نتظيمونو او نړيوالې ميډيا سره خوندي پراته دي ۔ده ووئېل د هند په دې څرګندو ظلمونو او د بشري حقونو او نړيوال قوانين په خلاف ورزو پرله پسې خاموشي نړيوالې ورورولۍ له قبلول نه دي پكار ۔

مضمون کا ماخذ : پنجاب لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں