شوګر ملز ایسوسی ایشن یوټیلټی سټور ته په 15 جون ليكلي خط كښې د 60 زره ټنه چینو په 10 ورځو كښې د اخستو وئيلي وو كوم چې د پیپرا رولز مطابق ممکن نه وؤ، ډاکټر شهباز ګل

image

اسلام آباد 02 جولائی (اے پی پی) د وزیراعظم د سياسي چارو خاص مرستيال ډاکټر شهباز ګل وئيلي دي د اسلام آباد هائی کورټ پريكړې په رڼا كښې ټول هيواد كښې عام صارفينو له 70 روپۍ كلو چیني وركول وؤ۔ د یوټیلټی سټور دا خط حاضر دے كوم كښې چې شوګر ملز ایسوسی ایشن ته وئيلي شوي چې په 63 روپۍ كلو چینی دې په ایکس فیکټری ریټ وركړے شي دغسې چې د کرایه شاملېدو سره په 70 روپۍ كلو خرڅېږي۔ د زيارت په ورځ خپل يو ټويټ كښې ده ووئيل د یوټیلټی سټور د اړخه د ليكلې شوي خط کوم ځواب نه دے راغلے۔ ده ووئيل دا هم يو حقیقت دے نورې ټولې فضول قيصې دي ۔ ده ووئيل یوټیلټی سټور ته په 15 جون شوګر ملز ایسوسی ایشن خط ليكلے ؤ چې 60 زره ټنه چینی تر 25 جون واخلۍ۔دا ټولو ته معلومه ده چې دا ناممكنه ده ځكه چې یوټیلټی سټور له د پیپرا رولز له مخې چینی اخستلو لپاره ټینډر کول لازمي وي كوم لپاره چې په قانونی توګه 15 ورځې پكار وي۔

مضمون کا ماخذ : لوٹیریا سانتا کیٹرینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں