اسلام آباد 01 جولائی (اے پی پی) خارجه وزير شاہ محمود قریشی وئيلي دي مقبوضه کشمیر كښې هند د ظلم او بربریت انتها کړې،د درې كلن ماشوم په وړاندې د هغه نيكه قتل كړے شوے،د بشري حقونو تنظیمونه به تر څو غلي وي،د هند قابضو عسكرو دا پيښه دړديدونكې ده، دې څخه زيات د بربریت عملی مظاهرہ نوره خه كيدې شي ،اروپائي ائتلاف ټول صورتحال څخه خبر كړے شوے۔ د شورو په ورځ خپل يو بيان كښې خارجه وزير ووئيل مقبوضه کشمیر كښې هندي قابضو عسكرو د درې كلن ماشوم په وړاندې د هغه نيكه قتل كړے ، دې څخه د لوئ بربریت عملی مظاهرہ نوره څه كيدې شي ، نن اروپائي ائتلاف د ټول صورتحال څخه خبر كړے شوے۔خارجه وزير ووئيل اروپائي ائتلاف بايد د ټول صورتحال نوټس واخلي، پاکستان په هر فورم کشمیر كښې روان ظلم او بربریت نړۍ ته ورمخې ته كوي۔ شاہ محمودقریشی ووئيل دا پيښه د عدالت نه غير قتل په زمره كښې راځي، هند په مقبوضه کشمیر كښې د عدالت نه غير قتلونه کوي