كورونا وائرس څخه د ښه شوو كسانو شميره د پازیټو كيسونو څخه زياته شوهنیشنل كمانډاینډ آپریشن سینټر

image

اسلام آباد 03 جولائی (اے پی پی) نیشنل كمانډ اینډ آپریشن سینټر (این سی او سی) د كورونا وائرس په اړه تازه شميرې جاري كړې دي۔ كووېډ ۔ 19 څخه د ښه شوو كسانو شميره د مثبت كيسونو څخه زياته شوې ، يو لكه 13 زره 623 كسان په بشپړه توګه ښه شوي، ګلګت بلتستان كښې كوم هم رنځور په وینټیلیټر نشته، په تيرو 24 ساعتو كښې 4 زره 87 نوي پازیټو كيسونه رامخې ته شوي او 78 كسان مړه شوي۔ این سی او سی له مخې هيواد كښې كووېډ ۔ 19 يو لكه 3 زره 722 ایكټو كيسونه شته چې پكښې د تېر شوا روز 4 زره 87 كيسونه شامل دي۔ د تيرو 24 ساعتو په مهال 22 زره 941 ټیسټونه شوي چې پكښې سندھ كښې 9 زره 436، پنجاب كښې 8 زره 521، خیبر پښتونخوا كښې 1867، اسلام آباد كښې 2 زره 324، بلوچستان كښې 459، ګلګت بلتستان كښې 101 او آزاد كشمیر كښې 233 ټیسټونه شامل دي۔ هيواد كښې 436 كورونا رنځوران په وینټیلیټر دي۔ ټول هيواد كښې تر اوسه 2 لكهه 21 زره896 مصدقه كيسونه راغلي چې پكښې سندھ كښې 89 زره 225 ٬ پنجاب كښې 78 زره 956، خیبر پښتونخوا كښې 27 زره 170، اسلام آباد كښې 13 زره 195، بلوچستان كښې 10 زره 666، ګلګت بلتستان كښې 1524 او آزاد كشمیر كښې 1160 رنځوران شامل دي۔ تر اوسه ټول هيواد كښې د كووېډ ۔ 19 له امله 4 زره 551 كسان مړه شوي چې پكښې سندھ كښې 1437، پنجاب كښې 1819، كے پی كے كښې 983، اسلام آباد كښې 129، بلوچستان كښې 122 او آزاد كشمیركښې 33 كسان شامل دي۔ تر اوسه هيواد كښې 13 لكهه 50 زره 773 ټیسټونه شوي۔ دغسې په 729 روغتونونو كښې 4 زره 614 كورونا رنځوران داخل دي

مضمون کا ماخذ : apostas quina
متعلقہ مضامین
مزید خبریں