اسلام آباد ۔ 05 جولائي (اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي ملتان به د سوئيلي پنجاب انتظامي چارو حوالې سره نظر انداز كولې نه شي۔ د اتوار په ورځ خپل يو ټويټ كښې شاه محمود قرېشي ووئيل د سوئيلي پنجاب سېكرټرېټ ٬ ملتان ٬ به بشپړه توګه فعال وي چرته به چې اېډيشنل چيف سېكتر اوونۍ كښې درې ورځې موجود وي۔ ده ووئيل كه لوئے څښتن ته منظور وي د پاكستان تحريك انصاف منشور كښې د شويو وعدو له مخې به د سوئيلي پنجاب اولس ته انصاف د دوئي په درشل ترلاسه وي