د وزيراعظم د ځوانانو چارو خاص مرستيال عثمان ډار ځوانانو ته د چېكونو وركولو دستورې ته وېنا

image
APP49-17 LAHORE: July 17 - SAPM Muhammad Usman Dar on Youth Affairs talking to media persons on the occasion of cheque distribution ceremony among successful applicants of Prime Minister’s Kamyab Jawan National Youth Development Programme. APP photo by Tabasam Naveed

ګوجرانواله 17 جولائي (اے پي پي) د وزيراعظم د ځوانانو چارو خاص مرستيال عثمان ډار وئيلي دي كامياب جوان پروګرام يو غېر سياسي پروګرام دے، د پروګرام مقصد ځوانان بااختياره كول دي. په ګوجرانواله چېمبر كښې د كامياب ځوان پروګرام د وړومبي پړاٶ له مخې ځوانانو ته د چېكونو وركولو دستورې ته په خپله وېنا كښې ده ووئيل په وړومبي پړاٶ كښې د زرګونو په شمېر ځوانانو قرض لپاره خواست كړے او ځوانان دوهم پړاٶ لپاره هم په لويه شمېره درخواستونه جمع كوي. ده ووئيل د پروګرام له مخې ځوانانو ته فنډ د زكوٰة د روپو څخه نه بلكې د خلقو د ټېكس پېسې نه وركولے شي. ده ووئيل كامياب جوان پروګرام د پاكستان په قومي معيشت كښې د ملا د تير غوندې دے او حكومت دې پروګرام لپاره 100 مليونه روپې بېلې كړې دي. ده ووئيل د درې فيصده په مارك اپ د يو لكه نه تر پنځه لكه روپې قرض وركولے شي. ده ووئيل اپوزيشن په لاك ډاٶن سياست كړے. ده ووئيل كه په هېواد كښې مو په مكمل توګه لاك ډاٶن كړے ؤ نو د هېواد په معيشت به ډېر بد آغېز شوے ؤ. ده ووئيل كوم ځوانان كاروبار كول نه غواړي، بايد دوي د كامياب جوان پروګرام برخه جوړ نه شي. ده ووئيل وزيراعظم عمران خان به د اګست په 12مه نېټه د كامياب جوان پروګرام د دوهم پړاٶ پرانسته كوي كوم لپاره چې 25 اربه روپې بېلې كړې شوې دي.

مضمون کا ماخذ : estratégias loteria وفاقی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں