د وزيراعظم خاص مرستيال ډاکټر شهباز ګل د مريم اورنګزېب په ټويټ غبرګون

image

اسلام آباد 29 جولائي (اے پي پي) سياسي چارو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ډاکټر شهباز ګل د مسلم ليګ (ن) وياندې مريم اورنګزې په ټويټ خپل غبرګون كښې وئيلي دي استعفي وركول او اخستل په پروفيشنل لائف كښې د کردار لرونكو خلقو كار وي٬ تاسو د دې نه څه خبر ئي! ستاسو خو يا د لسو كالو ډيل كولو سره جده ته تښتېدل وي يا بيا د ”مجھے کيوں نکالا” وير كول وي۔ د شورو په ورځ خپل ټويټ پېغام كښې ده ووئيل كله چې څوك استعفي وركوي يا د ھغه نه اخستې شي نو زما تاسو ته خواست در چې د ھغه تحقير مه كوې ۔ ده ووئيل ويستلے شو سم لفظ نه دے ٬ د چوكۍ نه جلا كړے شوے دا سم لفظ دے، زمونږ د نبيۖ هم دا تلقين دے چې د چا تحقير مه كوئ او كه چا كرپشن يا بد ديانتي كړې وي نو په ھغې خامخا خبره وكړې۔

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کا جیک پاٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں