صدر ډاګتر عارف علوي سره د علماﺀ كرامو پلاوي ملاقات

image

علماﺀ كرام دې د مور او بچي صحت حوالې سره اولس كښې شعور پېدا كولو له خپل كردار ترسره كري۔ صدر مملكت ډاكټر عارف علوي
اسلام آباد ۔ 15 اګست (اے پی پی) صدر مملکت ډاکټر عارف علوی سره د علماﺀ كرامو يو پلاوي د خالي په ورځ ګورنر هاؤس كراچۍ كښې ملاقات وكړو۔ د پلاوي مشري مفتي منيب الرحمن كوله۔ په دې مهال خپلو خبرو كښې صدر مملكت په علماﺀ كرامو زور راوړلو سره ووئيل چې دوئي دې د مور او بچي صحت حوالې سره اولسي شعور بېدارولو كښې خپل كردار ترسره كړي۔ ده ووئيل علماﺀ كرام دې د اسلامي تعليماتو لمخې وارثت كښې د مېرمنو حقونو په اړه هم خلقو كښې بېداري پېدا كړي۔ علماﺀ كرامو د كورونا په مهال د جوماتونو د اېس او پيز لمخې پرانستې ساتلو په اجازه وركولو د صدر مملكت د كردار ستائنه وكړه۔ دوئي د مذهبونو ترمينځھ همغږي پېدا كولو او د كورونا په شمول د ټولو معاملو حوالې سره د علماﺀ كرامو باور په ترلاسه كولو د صدر مملكت د كردار ستائنه وكړه۔

مضمون کا ماخذ : لوٹیریا سانتا کیٹرینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں