اسلام آباد 17 اګست (اے پي پي) مختلف مكاتب فكر علماء کرامو د محرم الحرام په مهال د فرقه ايزې همغږۍ او په اېس او پيز د عملدرآمد ضرورت په برقراره ساتلو اتفاق كړے ۔ د ګل په ورځ د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نورالحق قادري په مشرۍ كښې غونډه وشوه او د تفصيلي غور او فكر نه پس د ګډې اعلاميه جاري كړې شوھ ٬ چې ټول مكتبه فكر به خپل مېنځ كښې مينه ٬ رواداري او د روغې جوړې فضاء په ځائ ساتلو لپاره د زړه د اخلاصه هڅې كوي ، د نورو مسلكونو د اكابرينو به احترام كوٶ، د يو بل د مقدساتو به توهين او د سپكاوي نه ډډه كوٶ، علماء کرام، خطباء او مصنفين به خپلو تقريرونو او ليكونو كښې توازن او اعتدال ساتي او راپارٶنكو بيانونو او تحريرونو څخه به ډډه كوي كومو څخه چې د نورو زړه آزارېدے شي، د مسلك شخړې به په شريك مشاورت٬ روغه جوړه او د سنجيده مكالمو د اصولو په رڼا كښې هواروٶ٬ اولسي فلېټ فارم څخه به د خپلو مخالفينو په ضد د ناوړه خبرو څخه ډډه كوٶ٬ د امهات المومنين، صحابه کرام، اهل بېت اطهار، اوليائے کرامو، تابعين و تبع تابعين او د امت د ټولو اكابيرنو به ادب او احترام كولے شي، په دې كښې به په يو تنقيد نه كوٶ٬ په قامي او د هېواد حالاتو په تناظر كښې به تول مكاتب فكر علماﺀ كرام يو موټې وي٬ علماء کرام او خطبا دې د كربلا پېښې په تناظر كښې د كشميريانو د قربانيو هم ذكر وكړي٬ او دوي سره د يوالي څرګندونې سره سره په دوي كېدونكي ظلمونه دې نړۍ ته ورسولے شي۔ د محرم الحرام په جلوسونو، مجالس او د ستورو كښې به د حكومت لخوا په جاري كړې اېس او پيز په سختۍ سره عملدرآمد كولے شي دغسې چې د كرونا وائرس بيا خپرېدو څخه بچ شو۔ وفاقي حكومت صوبائي حكومتونو ته غږ كړے جې دا ډول غونډې په صوبائي او ضلعي كچه وكړي دغسې چې ګرد هېواد كښې د محرم الحرام په مهال بين المسالك همغږي برقار وساتلې شي او د كرونا وائرس مخنيوي هم ممكن كړے شي۔