د پارليماني چارو وزير علي محمد خان د حكومت د دوه كلنې كاركردګۍ په اړه وزيرانو سره يوځاې خبري كنفرنس ته وېنا

image
APP27-20 ISLAMABAD: August 20 – Federal Minister for Information and Broadcasting Senator Syed Shibli Faraz along with Dr. Ishrat Hussain (Advisor on Institutional Reforms), Abdul Razzak Dawood (Advisor on Commerce), Zartaj Gul (MOS on Climate Change), Shehryar Afridi (Minister for SAFRON and Narcotics Control), Ali Muhammad Khan (MOS on Parliamentary Affairs) and SAPM on Climate Change Amin Aslam briefs the media regarding the two years performance of the Government. APP photo by Irshad Sheikh

اسلام آباد 20 اګست (اے پي پي) د پارليماني چارو وزير علي محمد خان وئېلي دي چې كور په كور د عمران خان او تحريك انصاف پېغام رسولو كښې د ميډيا كردار زيات مهم دے كومې لپاره چې مونږ د ميډيا مننه كوٶ٬ زما په ذهن كښئ سياست ته راتللو نه وړاندې د حكومت تاثر هم دا ٶ چې مونږ د هېواد پحقله فكر وكړو او د اولس دړد محسوس كړو،دې لپاره ما د وزيراعظم عمران خان سره په هلو ځلو كښې د شاملېدو پرېكړه وكړه او سياست مې جوائن كړو٬ مونږ له سختې پرېكړې كول دي او صرف او صرف د پاكستان په اړه فكر كول دي٬ حكومت ھغه وي چې په زړه كښې ئې د اولس دړد وي، عمران خان د قام احساس لري او په دې لړ كښې ئې د احساس پروګرام له مخې مسافر خانې او لنګر خانې جوړې كړې۔ده دا خبرې د زيارت په ورځ د حكومت د دوه كلنې كاركردګۍ پھ اړه نورو وزيرانو سره يوځاې خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړی۔د پارلماني چارو دوهم وزير علي محمد خان ووئيل كور په كور د عمران خان او تحريك انصاف پېغام رسولو كښې د ميډيا كردار زيات مهم دے كومې لپاره چې مونږ د ميډيا مننه كوٶ۔ ده ووئيل زما په ذهن كښئ سياست ته راتللو نه وړاندې د حكومت تاثر هم دا ٶ چې مونږ د هېواد پحقله فكر وكړو او د اولس دړد محسوس كړو،دې لپاره ما د وزيراعظم عمران خان سره په هلو ځلو كښې د شاملېدو پرېكړه وكړه او سياست مې جوائن كړو۔ده ووئېل مونږ له سختې پرېكړې كول دي او صرف او صرف د پاكستان په اړه فكر كول دي۔ ده ووئيل حكومت ھغه وي چې په زړه كښې ئې د اولس دړد وي، عمران خان د قام احساس لري او په دې لړ كښې ئې د احساس پروګرام له مخې مسافر خانې او لنګر خانې جوړې كړې۔ ده ووئيل د خبري كنفرنس د لارې اولس ته دا پېغام وركول دي چې مونږ ټول د اولس په وړاندې ځوابده يو۔ ده ووئېل وزيراعظم عمران خان چې ما ته كله د پارلماني چارو وزارت راكړو نو ورسره ئې دا هم ووئيل وړٶمبې وړومبې به ستونزې رامخې ته كېږي او بيا به آسانۍ شي۔ ده ووئيل مونږ اولسي خلق يو٬ هر وخت زمونږ د اثاثو د تفصيلات پشمول زمونږ د كاركردګۍ په اړه پوښتې كېدې شي۔ ده ووئيل پارلمان د ټٶلو ادارو مور ده او د ټولو وزارتونو مور د پارلماني چارو وزارت دے ځكه چې ټٶلو ادارو له د پارلماني چارو د لارې قانون سازي كول وي، پېل كښې ما په ايوان كښې د خارجه وزارت٬ رېلوېز او نورو وزارتونو هم ځوابونه وركړي۔ ده ووئيل په حكومت كښې د راتللو نه پس زمونږ اصل مقابله سټېټس كو او كرپشن سره وه ، په داسې ماحول كښې مونږ ته حكومت ترلاسه شو چرتا چې يو خو د مخالفې ډلې كسان نيولې كېدل ٬ په دې وضعه كښئ پارلمان چلول ګران كار وو، زه د خپلې كاركردګۍ خبره نه كوم ٬ پارلمان مخ په وړاندې بوتللو كښې سپيكر اسد قيصر او اعظم خان سواتي پشمول مشران احسن كردار لوبوې او اوس بابر اعوان هم مونږ سره دے۔ ده ووئيل د پارلمان شريكې غونډې ته د تركيه د اولس مشر وېنا هم د اهميت وړده ٬ په قامي مسئلو قامي اسمبلۍ كښې قانون سازي په پېل يو نيم كال كښې په قلار وه خو بيا بل پارلماني كال كښې 48 بلونه معرفي كړل او د كرونا د صورتحال باوجود مونږ د پارلماني كال 133 ورځې ترسره كړې دغسې په سېنېټ كښې 26 غونډې وشوې او په مجموعي توګه د پارلماني كال 265 ورځې ترسره شوې۔ده ووئېل سېنېټ كښې 73 بلونه معرفي شوي٬ 46 بل منظور شوې او 34 ارډيننسز ايوان ته وړاندې كړې شوي۔ ده ووئيل د عمران خان د مدينې رياست خبره كړې ده كومه چې زما زړه ته نزدې او زما د ژوند مقصد دے۔ ده ووئيل قامي اسمبلۍ او سېنېټ د حضرت نبي پاك ۖ د خاتم النبيين ۖ په اړه قرارداد منظور كړے چې پكښې په ټولو درسي كتابونو كښې د محمد ۖ نامې سره خاتم النبيين ۖ ليكل لازمي ګرځولې شوې، دې سره به د قاديانيت د فتنې لاره ونيولې شي۔ ده ووئيل كوچنيانو سره د زياتي نه پس د قتل په معامله د سرعام پاڼسي كولو قرارداد هم منظور شوے، وزيراعظم عمران خان په ټولو پوهنتونونو لازمي كړې چې د قرآن پاك اردو ژباړنې سره به تعليم لازمي وركولے شي او د دې نه غېر به يو ډګري نه وركړے كېږي، دغسې تر لسم زده كوٶنكو لپاره د قرآن پاك د لازمي تعليم پرېكړه شوې ۔علي محمد خان ووئيل په پېل ورځو كښې مونږ د مخالفې ډلې لخوا مخاصمت سره مخ ٶ خو او د مخالفې ډلې مننه كوٶ، د اېف اے ټي اېف په پاتې قانون سازۍ به هم اتفاق وشي۔ ده ووئيل كله چې د اسمبلۍ غونډه نه كېږي ٬ نو زياتره وخت د وزيراعظم په شكايات ونګ كښئ تېروم۔ ده ووئيل كوم خلق چې اسلام آباد ته نشي راتللے مونږ د ھغوي خوا له مردان ، چكوال، اټك، صوابۍ، نوښار، كوئټه ته تللې يو۔خو د ټولو نه زياته خوشحاله مونږ هله شو كله چې په كوئټه كښې زمونږ په دې لړ كښې خلقو سره ملاقات وشو نو دوي ووئيل مونږ په دې خوشحاله يو چې د وزيراعظم عمران خان حكومت د بلوچستان د اولس حال هم وپوښتلو۔ ده ووئيل د وزيراعظم شكايات سيل كښې د خېبرپښتونخوا ، ګلګت بلتستان، اسلام آباد پشمول د نورو صوبو لخوا شكايتونه ترلاسه شوې دي چې پكښې د 77 فيصده ازاله شوې ده او يوازې 11 زره ګيلې پاتې دي۔ ده ووئيل مونږ د قانون سازۍ عمل لا فعاله او ښه كول غواړو٬ مونږ چا سره ذاتي دښمني نه لرو٬ مونږ چې كومه هم خبره كوٶ هېواد لپاره ئې كوٶ۔ ده د دې توقع څرګندونه وكړه چې په راتلونكو ورځو كښې به مخالفه ډله د قانون سازۍ په اړه وركنګ ريلېشن شپ كښئ لا بهتري راشي۔

مضمون کا ماخذ : پھل اور سات
متعلقہ مضامین
مزید خبریں