کرنل شېر خان انټرچېنج ته نزدې ترافيكي پېښه ٬ 5 كسان ژوبل

image

صوابۍ ۔ 22 اګست (اے پی پی) په سوات اېکسپرېس وے کرنل شېر خان انټرچېنج ته نزدې د موټر او سوزكي ترمينځه د ټكر پېښې په نتيجه كښې 5 كسان ژوبل شوي دي۔ دا پېښه د موټر د زيات رفتار د لاسه رامخې ته شوه۔ د ریسکیو1122صوابۍ ميډيكل ډلې د پېښې ځائې ته ورسېدې او ژوبل شويو ته ئې طبي مرسته وركړه۔ وروستو دوئي مردان ميډيكل روغتون ته منتقل كړې شول

مضمون کا ماخذ : سلاٹ فادر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں