اسلام آباد ۔ 23 اګست (اے پی پی) د سائنس او ټېكنالوجۍ وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د پنجاب پخواني اعلی وزير او قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر شهباز شريف ته وئيلي دي چې هغه دې د خپل مشر ورور د ضامن په حېث خپله ذمه واري ترسره كړي او هغه دې هېواد ته بېرته راولي۔ نجي ټي وي چېنل سره خبرو كښې ده ووئيل نواز شريف په انساني او طبي بنيادونو بهر لېږلے شوے وو۔ ده له به اخلاقي او قانوني تقاضې پوره كول وي۔ ده ووئيل نواز شریف كال 2001 كښی په يو حلفيه بيان لاس ليك كولو نه وروستو هېواد نه تلے وو۔ ده ووئيل دا ځل دې په دھوكه تلے۔ ده ووئيل د نواز شريف په ضد كېسونه به منطقي انجام ته رسولے شي۔