اسلام آباد 31 اګست (اے پی پی)وزيراعظم عمران خان د عاشورې ورځې په موقع په ټول هېواد كښې امن او د احترام په خاطر ساتلو د قام مننه كړې ده او وئېلې يې دي د فرقه واريت د اور بلولو هڅه كوونكو عناصرو په ضد به سخته كاروائي كولې شي۔د ګل په ورځ خپل ټوېټ كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل د عاشورې ورځې په موقع په هېواد كښې امن او د احترام پھ خاطر ساتلو د ټول قام مننه كوم خو له بده مرغه په دې مهال د داسې فتنه ګرو عناصرو د شر راجوړولو چارې هم زما په علم كښې راوستلې شوي كومو چې په دې موقع د فرقه واريت د اور بلولو هڅه كړې۔وزيراعظم عمران خان ووئيل د شرخوښو د دې ډلې په ضد به حكومت سخته كاروائي كوي