اسلام آباد 01 ستمبر (اے پي پي﴾ خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي چې هند په غېر قانوني مقبوضه كشمير كښې د محرم الحرام په مهال د ظلم و تشدد هغه منظر وړاندے كړے چې مثال ئې نه ترلاسه كېږي٬ نړيواله مېډيا او نتظيمونه دې د هندي ظلمونو په ضد غږ پورته كړي٬ په ټول اسلامي امت كښې د هندي رويې په ضد سخت غم او غصه موجود ده۔ د نهې په ورځ د مقبوصه كشمير صورتحال په اړه په يو بيان كښې خارجه وزير ووئيل چې په مقبوضه كشمير كښې د مذهبي روادارې د دروغو دعوېدار هندي سركار د ظلم و ستم انتها كړې۔ وړومبې خو د عزادارې جلوسونو ته د وتلو اجازه ورنه كړې شوه او بيا وروستو د دې جلوسونو په ګډون كوونكو تشدد وكړے شو۔ ګرفتار كړے شول او د پېلټ ګنز استعمال وكړے شو۔ د اختر په ورځ مونږ وكتل چې جوماتونه بند كړے شول او اوس ئې د ظلم او تشدد هغه منظر وړاندے كړے۔ خارجه وزير په دې موقع د پاكستان د ټولو وګړو٬ علماو او ټول مكاتب فكر مننه وكړه كومو چې د محرم الحرام په مهال د يووالي٬ روادارې او وضع دارې ثبوت وركړو او ټول پروګرامونه په خېر و عافيت سره پاې ته ورسېدل او د شر قوتونه په خپلو مقاصدو كښې پاتې راغلل۔ ده ووئيل چې په هند كښې كورونا په تندې سره مخ په زياتېدو ده او د حېرانتيا خبره ده چې په مقبوضه كشمير كښې د كورونا وبا په مهال هم د هند ظلمونه روان دي۔ ده ووئيل چې نړۍ د هندي عزائمو څخه خبره كړې شوې۔ بايد نړيوال تنظيمونه او په خاص توګه نړيواله مېډيا په دې لړ كښې په شريكه غږ پورته كړي