صدر ډاكټر عارف علوي د كورنيو چارو وفاقي وزير اعجاز احمد شاه سره د هغه د وروڼو په مړينه خواشيني وښودله

image

اسلام آباد 01 ستمبر (اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوي د كورنيو چارو وفاقي وزير برېګېډيئر(ر) اعجاز احمد شاه كور ته لاړو او د هغه سره يې د هغه دواړو وروڼو پير طارق احمد شاه او پير حسن احمد شاه په مړينه غمرازي ښكاره كړی ۔د نهې پھ ورځ د ايوان صدر مېډيا ونګ څخه جاري بيان له مخې صدر ډاكټر عارف علوي د كورنيو چارو وفاقي وزير اعجاز احمد شاه وروڼو په مړينه د زړه له كومي غمرازي وكړه۔هغه د ارواښادو لوړو درجو او غم جنو كورنيو له د صبر دعا وكړه۔د كورنيو چارو وفاقي وزير اعجاز احمد شاه سره خارجه وزير شاه محمود قرېشي٬د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير سيد فخر امام او د نشه اي توكو مخ نيوي وفاقي وزير اعظم خان سواتي هم غمرازي او فاتحه خواني كړې ده

مضمون کا ماخذ : apostas quina
متعلقہ مضامین
مزید خبریں