خارجه وزير شاه محمود قرېشي په سركاري دوره ماسكو ته ورسېد٬هغه به د شنګهائي كواپرېشن ارګنائزېشن خارجه وزيرانو غونډه كښې ګډون٬د روسيې خپل ھم څنګ پشمول د بېلو هېوادونو خارجه وزيرانو سره ملاقاتونه كوي

image

اسلام آباد 09 ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي په سركاري دوره ماسكو ته رسېدلے دے۔د ماسكو دوماديد هوائي مېدان ته په رسېدو په ماسكو كښې د پاكستان سفير شفقت علي خان ٬د خارجه وزارت اېډېشنل سېكرټري ظهور احمد او د روسيې خارجه وزارت سينئر چارواكي د شاه محمود قرېشي هركلے وكړو۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي د روسې هم څنګ سرګئې ليوروف په بلنه د روسې په دوره تللے ۔خارجه وزير به(نن)د زيارت په ورځ په ماسكو كښې كېدونكي د شنګهائي مرستې تنظيم خارجه وزيرانو كونسل غونډه كښې ګډون او د غونډې په موقع د روسيې خپل هم څنګ پشمول د بېلو هېوادونو خارجه وزيرانو سره ملاقاتونه كوي۔په دې ملاقاتونو كښې به په دوه اړخيزه اړيكو٬سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه كوي

مضمون کا ماخذ : پنجاب لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں