د تيرو 24 ساعتونو په مهال كورونا وائرس 441 كیسونه، 6 كسان مړه، ایكټو كیسونو شميره 5,540 پاتې شوي، نېشنل كمانډ اینډآپریشن سنټر

image

اسلام آباد 10 ستمبر (اے پی پی) نېشنل كمانډ اینډآپریشن سنټر (این سی او سی) كورونا وائرس په اړه تازه شميرې جاری كړې شوي۔ د زيارت په ورځ این سی او سی لخوا جاري شوې شميرې له مخې د تيرو 24 ساعتونو په مهال كورونا وائرس 441 رنځورانو ټیسټ مثبت راغلې دغسې په دې مهال 6 كسان د هيواد په بيلو روغتونونو كښې مړه شوې دي۔ ټول هېواد كښې كورونا وائرس ایكټو كیسونو شميره 5 زره 540 ده۔ تيرو 24 ساعتونو په مهال كوروتا 25 زره 81 ټیسټونه شوي چې پكښې سندھ كښې 9 زره 292، پنجاب كښې 9 زره 781 ,خېبرپښتونخوا كښې 2 زره 522، اسلام آباد كښې 2 زره 476 ، بلوچستان كښې 434،ګلګت بلتستان كښې 308 او آزاد كشمیر كښې 268 ټیسټونه شامل دي۔ تر اوسه ټول هېواد كښې كووډ۔19 څخه ښه شوي كسانو شميره 2 لكهه 87 زره 950 ده۔آزاد كشمیر،ګلګت بلتستان او بلوچستان كښې كووډ۔19 كوم ههم رنځور دا مهال په وینټیلیټرز نشته دغسې ټول هېواد كښې كووډ۔19 رنځورانو لپاره بيل شوې يو زر 912 وینټیلیټرز 99 رنځوران دي۔تر اوسه ټول هېواد كښې كووډ۔19 رنځورانو شميره 2 لكهه 99 زره 855 ده چې پكښې آزاد كشمیر كښې 2 زره 356، بلوچستان كښې 13 زره 227، ګلګت بلتستان كښې 3 زره 137، اسلام آباد كښې 15 زره 804، خېبر پښتونخوا كښې 36 زره 755، پنجاب كښې 97 زره 461 او سندھ كښې 1 لكهه 31 زره 115 رنځوران دي۔ ټول هېواد كښې كووډ۔19 له امله مړه شويو شميره 6 زره 365 ده چې پكښې سندھ كښې 2 زره 436،او تيرو 24 ساعتونو په مهال 6 رنځوران پھ روغتون كښې مړه شوې دي۔ پنجاب كښې 2 زره 213 كسان مړه شوې دي،خېبر پښتونخوا كښې يو زر 256 چې پكښې د تيرو 24 ساعتونو په مهال كوم هم رنځور نه دې مړ شوې۔اسلام آباد كښې په مجموعي توګه 177 ،بلوچستان كښې 145. ګلګت بلتستان كښې 73 كسان مړه شوې دي دغسې آزاد كشمیر كښې د وائرس له امله 65 كسان مړه شوې دي۔ تر اوسه ټول هېواد كښې كورونا 28 لكهه 50 زره 121 ټیسټونه شوي۔ټول هېواد كښې كووډ۔19 درملنې لپاره بيل شوې 735 روغتونونو كښې يو زر 29 رنځوران بشتر دي

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کی دستیابی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں