ملتان ۔12 ستمبر(اے پی پی) د وزیراعظم خصوصي مرستيالې ډاكټر ثانيه نشتر وئيلي دي لنګر خانه سكيم د مدينې رياست اقدارو له مخې د فلاحي رياست پلو يو مهم ګام دے۔ دې ووئيل ددې منصوبې مقصد د خلقو مرسته د هغوي عزت نفس مجروح كولو نه غېر كول دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې د جنرل بس سټېنډ لنګرخانے دورې په موقعه خبرو كښې وكړه۔ دې ووئيل د يوې سروے له مخې پاكستان كښې 2کروړه40 لکھ وګړي ديهاړي دار دي كومه چې د هېواد يو لويه برخه ده۔ دې ووئيل د وزيراعظم د وژن له مخې د پاكستان په تاريخ كښې په اولني ځل دومره لوئې شمېر كښې شېلټر هومز او لنګرخانې جوړې كړې شوي دي۔ دې ووئيل وروستو پاتې سيمو نه چې كوم كسان د روزګار لټون يا درملنو له لويو ښارونو ته راځي دغسې چې كوم رنځوران او طالبعلمان د هوټلونو خرڅونه پورته كولې نه شي ٬ لنګرخانې هغوي لپاره يو لوئے سهولت دے۔ دې نه وړاندې ایډیشنل ډپټی کمشنرریونیو طیب خان ډاكټر ثانیه نشتر ته وئيل چې لنګرخانو كښې مسافرو ته صفا خوراك او اوبه وركولې شي۔ دې نه وروستو ډاكټر ثانيه نشتر د جوړېدونكې احساس سیلانی لنګرخانے دوره هم وكړه۔ دا لنګر خانه به د پبلك پرائيوېټ پارټنرشپ ترسېوري لاندې چلولې شي۔