پېنډۍ ۔ 13 ستمبر (اے پی پی) په كنټرول لائن د هندي پوځ لخوا د ناترسه ډزو پیښې په نتيجه كښې 11 كلنه نجلۍ شهيده او د 75 كلنې مېرمنې په شمول دوه هلكان ژوبل شوي دي۔ د آئي اېس پي آر ډائرېكټر جنرل بابر افتخار د سماجي رابطې په وېب سائټ ټوئټر خپل پېغام كښې وئيلي چې هندي پوځ د سيز فائر خلاف ورزي كولو سره هاټ سپرنګ او راکھ چکری سېکټر كښې شهری وداني د خود كاره وسلو او مارټر ګولو د لارې ناترسه ډزو كولو سره په نښه كړه۔ د هندي پوځ د ډزو په نتيجه كښې يوه 11 كلنه نجلۍ شهيده او د 75 كلنې مېرمنې په شمول دوه هلكان ژوبل شول۔ ده ووئيل پاك پوځ د هندي ډزو مؤثره ځواب وركړې