تېر شواروز كښې د كورونا 633 نوې كېسونه ، 4 كسان مړه ، د كورونا 33,393 ټېسټونه وكړې شول۔ اېکټو کېسونه 7,015 شول ، د روغ شويو شمېره 2,92,869 ته ورسېده ، نېشنل کمانډ اېنډآپرېشن سنټر

image

اسلام آباد ۔ 21 ستمبر (اے پی پی) نېشنل کمانډ اېنډآپرېشن سنټر (اېن سی او سی) د کورونا وائرس په اړه تازه شمېرې جاري كړې دي چې له مخې ئې تېر شواروز كښې د كورونا 633 نوې كېسونه راپور شوي دي۔ 4 نور كسان مړه شوي۔ تېر شواروز كښې د كورونا 33,393 ټېسټونه وكړې شول كومو كښې چې د سندھ 13 زره 198، پنجاب 10 زره 589، خیبرپختونخوا 3 زره 138، اسلام آباد 4 زره 243, بلوچستان 1 زر 195، ګلګت بلتستان 397 او آزاد کشمیر 633 ټېسټونه شامل دي۔ تر دې دمه ګرد هېواد كښې ددې رنځ نه 2 لکھ 92 زره 869 كسان ښه شوي دي۔ آزاد کشمیر او بلوچستنان كښې د کووډ۔19 كوم رنځور په وېنټيلېټر نشته او ګرد هېواد كښې کورونا کووډ۔19 لپاره په مخصوص كړې شويو 1 زر 912 وېنټیلېټرز د كورونا 106 رنځوران دي۔ ګرد هېواد كښې د كورونا اېكټو كېسونو شمېره 7 زره 15 ده۔ د كورونا ځپليو شمېره 3 لکھ 6 زره 304 ته رسېدلې ده كومو كښې چې د آزاد کشمیر 2 زره 533، بلوچستان 14 زره 394, ګلګت بلتستان 3 زره 483، اسلام آباد 16 زره 162, خیبر پختونخوا 37 زره 357، پنجاب 98 زره 428 او د سندھ 1 لکھ 33 زره 947 رنځوران شامل دي۔ ګرد هېواد كښې د كورونا د لاسه 6 زره 420 كسان مړه شوي دي۔ كومو كښې چې سندھ كښې 2 زره 460 ، پنجاب 2 زره 226 ،خیبر پختونخوا 1 زر 258،اسلام آباد 180 ، بلوچستان 145 ٬ ګلګت بلتستان 82 او آزاد کشمیر كښې 69 كسان مړه شوي دي۔ تر دې دمه ګرد هېواد كښې د كورونا 31 لکھ 94 زره 317 ټېسټونه شوي دي۔ ګرد هېواد كښی د كورونا درملنو له مخصوص روغتونونو كښې دا مهال 837 رنځوران درملنو ته بستر دي۔

مضمون کا ماخذ : apostas quina
متعلقہ مضامین
مزید خبریں