اسلام آباد ۔ 21 ستمبر (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي د سركاري خزانې نه د وركړې كېدونكي سبسډيز مقصد د ټولنې كمزورو طبقو مرسته او د سماجي او معاشي پرمختګ وده ده۔ د غېر مستحقو وګړو د سبسډيز نظام نه ګټه پورته كول نه يوازې د سركاري وسائلو ضائع كېدل دي بلكې د حقدارو حق وهل هم دي۔ دې نظام كښې اصلاحات د حكومت وړومېنۍ ترجيح ده۔ ده د ګل په ورځ د حكومت لخوا بېلو څانګو كښې د وركړې كېدونكې سبسډي نظام سپېځلے٬ منظم او د دې د لارې مرسته حقدار ته رسولو په اړه د يوې غونډې مشري كوله۔ غونډه كښې د صنعت وفاقي وزير محمد حماد اظهر ٬ د خزانې صلاحكار ډاكټر عبد الحفيظ شېخ ٬ د تجارت صلاحكار عبد الرزاق داؤد ٬ خصوصي مرستيال ډاكټر ثانيه نشتر ٬ ډاكټر شهباز ګل ٬ پخوانې سېكرټري وقار مسعود او نورو اعلی چارواكو ګډون وكړو۔ د وزيراعظم ميډيا آفس له مخې غونډه كښې د حكومت لخوا بېلو څانګو كښې د وركړې كېدونكو سبسډيز مقدار او دې نظام كښې د اصلاحاتو په اره په بېلو وړاندېزونو غور وكړے شو۔ وزیرِاعظم عمران خان غونډې ته خطاب كښې ووئيل د سبسډي په لړ كښې د حكومت ترجيحات ښكاره دي۔ د سبسډي مقصد د ټولنې بې وزله وګړو مرسته او سماجي او معاشي پرمختګ ته وده وركول دي۔ ده ووئيل د غېر مستحقو وګړو د سبسډيز نظام نه ګټه پورته كول نه يوازې د سركاري وسائلو ضائع كېدل دي بلكې د حقدارانو حق وهل هم دي۔ غونډه كښې په رامخې ته شوو وړاندېزونو خپله خبره كښې وزيراعظم د تھنک ټېنک هڅې ستائلو سره هدايت وكړو چې د حکومتی ترجیحاتو تر مخه د عمل وړ وړاندېزونو په لړ كښې روډ مېپ جوړ كړئ دغسې چې په هغې عملدرآمد وكړے شي۔