اسلام آباد 09 اکتوبر (اے پي پي) د سينيټ چيئرمين محمد صادق سنجراني سره د پاکستان کاټن جينرز اېسوسي اېشن چيئرمين ډاکټر جاسو مال ټي ليماني په مشرۍ كښې څلور كسيزه پلاوي د جمعې په ورځ د پارلمان په ودانۍ كښې ليدلي دى ۔ په دې موقع پلاوي د سينيټ چيئرمين پاكستان كښې د پومبې فصل د كر او په پيداوار كښې د پرله پسې كمي پحقله په تفصيلي توګه خبر كړو۔ د پومبې كر او پيداوار زياتولو لپاره د اړوندو ادارو بشپړه پاملرنه٬ د نوو تخمونو زىاتولو او جديد تحقيق ته زيات ضرورت دے۔ په دې موقع د اړوندې څانګې پشمول د شريكې خوښې په بيلا بيلو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په د موقع سينيټـر مرزا محمد آپريدۍ او ډاکټر اشوک کمار هم موجود وٶ