اسلام آباد۔11اکتوبر(اے پی پی) د پارلماني چارو وزیر علي محمد خان په مقبوضه کشمیر کښې د هندي امنیتي ځواکونو لخوا د بې ګناه کشمیري ماشومانو وژنه او د ځوانانو نیول په کلکه غندلې دي۔ هغه د راډیو پاکستان په یوه پروګرام کښې ووئيل چې دا یو لوے وحشت دے چې هندي پوځ د کشمیر د خپلواکۍ غورځنګ كمزورې کولو لپاره بې ګناه ماشومان په نښه کوي. هغه ووئیل دا زمونږ ډېپلوماټېک مسؤلیت دے چې د کشمیر د مسئلې د حل لپاره د بشري حقونو نړیوالو تنظيمونو سره تماس ونيسو۔ هغه زیاته کړه چې ملګري ملتونه د خپلو پرېکړو سره سم د کشمیر مسئلې په حلولو کې پاتې راغلې.علي محمد ووئیل اسلامي نړۍ له نړیوالې ټولنې څخه غواړي چې هغوي په خپلو فورمونو د مسلمانانو مسئلې رامخې ته كړي۔ علي محمد ووئیل چې اوسني حکومت د کشمير مسئله نړۍ ته په ځانګړي ډول وړاندې كړې۔ وزیراعظم عمران خان په نړیواله کچه د مسلمانانو لپاره د سفیر په توګه رامخے ته شوے دے۔ هغه ووئیل دا د پاکستاني ځوانانو مسؤلیت دے چې د خپلو کشمیري وروڼو د خود ارادیت په حق کښې ملاتړ وکړي