پاكستان به په مقبوضه كشمير كښې د هند قابضو ځواكونو لخوا د بشري حقونو خلاف ورزۍ نړۍ ته څرګندوي ۔وزيراعظم عمران خان ټوېټ

image

اسلام آباد 14 اکتوبر(اے پی پی)وزيراعظم عمران خان د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كونسل كښې د نورو دريو كلونو لپاره د پاكستان په بيا ټكلے كېدو د خوشحالۍ څرګندونې كولو سره وئېلي دي پاكستان به د عالمګيريت٬ غېر جانبدارۍ٬مذاكراتو او د مرستې اصولو له مخې د بشري حقونو كونسل اقدامات باوري كوي او د اتفاق راپېدا كولو لپاره به هڅې روانې ساتي۔د شورو په ورځ په خپل ټوېټ كښې وزيراعظم ووئيل پاكستان به په مقبوضه كشمير كښې د هند قابضو ځواكونو لخوا د بشري حقونو خلاف ورزۍ نړۍ ته څرګندوي۔وزيراعظم په سفارتي كاميابۍ خارجه دفتر او بهرنو هېوادونو كښې د پاكستان مشنز كردار ستائېلو سره ووئيل دې سره په نړيواله كچه د پاكستان عزت او وقار زيات شوے دے

مضمون کا ماخذ : estatisticas para ganhar na loteria
متعلقہ مضامین
مزید خبریں