اسلام آباد۔14نومبر (اے پی پی)د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد او ډپټي سپيكر قاسم خان سوري وئيلي دي زمونږ د ټولو قوميتونو اخترونه بشپړه جوش او جذبې سره لمانځلې شي۔ د هېواد سوكالۍ او پرمختګ كښې د هندو ورورولۍ خذمات د ستائنې وړ دي۔ قومي پرمختګ او يو والي له هندو ورورولۍ ټول عمري د هېواد مفاد مخې ته اېښودلې دي۔ د خالي په ورځ د دېوالي اختر په موقعه هندو پارلماني غرو او هندو ورورولۍ ته مباركي وركولو سره سپيكر او ډپټي سپيكر ووئيل جې پاكستان د بېلو مذهبونو اتباع كوؤنكو مسكن دے او د بېلو كلتورونو عكاسي كوي۔ دلته د ټولو مذهبونو اخترونه جوش او جذبې سره لمانځلې شي۔ هغه ووئيل پاكستان كښې ټولو اقليتونو ته يو ډول حقونه ترلاسه دي۔ ډپټي سپيكر قاسم خان سوري ووئيل چې قومي پرمختګ او يو والي له هندو ورورولۍ ټول عمري د هېواد مفاد مخې ته اېښودلې دي۔ د اقليتونو ټولې مسئلې به په ترجيحي بنيادونه حل كړې شي